اثر پرېښودل په ویب کې

Posted on at

This post is also available in:

دغه د پشتو وبلاگ دInfluence on the Web په نامه دی.



لیکل شوي په ۱۵ د می  ۳۷ : ۱۷ دقیقې


آیا پوهېږئ تر کومې اندازې په ویب کې تاثیر پرېښودلی شئ؟ یا په کومو برخو کې مؤثر یاست؟ د انکس فیلم BuzzScore ستاسې د نفوذ کچه اندازه کوي او تاسې ته وایي چې په کومو برخو کې خلک ستاسې معلومات د شریکولو لپاره ږدي.


په داسې حال کې چې ستاسې د شریکولو نمره ستاسې د شریکو کړو مطالبو کچه په ټولنیزو شبکو کې څرګندوي، ستاسې د مؤثریت نمره دا ښایي چې تر کومې کچې ستاسې مطالب شریکولو لپاره ایښودل شوي او څومره خبرې پرې نورو خلکو کړې دي.  د مثال په ډول پرته له دې چې تاسې وپوهېږی امکان لري چې ستاسې یو طرفدار، پیرو او یا ملاټرکونکی ستاسې د فیلم لینک خپل د فیس بوک یا ټوییټر په پاڼه کې د ګډون لپاره کېږدي، چې دا ګډون ته ايښودل په اصطلاح ستاسې Buzz پراخوي او ستاسې د مؤثریت نمره لوړوي.


خپل ملګري او ملاتړ کونکي دې ته وهڅوئ تر څو چې ستاسې مطالب په ټولنیزو شبکو کې د ګډون لپاره کېږدي. د مطالبو لېږل د شخصي پاڼو پر مخ هغه چا ته چې اوس مهال ستاسې کارونه څاري یو مناسب کار دی، خو که ډېره توجه غواړی د ایمیل په لېږلو سره خپل کار آپډیټ کړئ، غوښتنې تایید کړئ، له خپلو ملګرو نه و پوښتئ که غواړي چې ستاسې د کار په اړه په خپلو شخصي پاڼو کې یادونه وکړي، او داسې نور. که ستاسې مطالب د نورو په اړه خبرې وکړي نو هغوی به یې هم ګډون ته د ايښودلو لپاره ډېر مینه وال شي.



About the author

bitLanders

bitLanders is a digital platform whose entire user base earns bitcoin for their content and social activity. The goal of bitLanders is to promote worldwide access to the genius of Blockchain technology in a fun, unique, and safe environment. bitLanders users build and engage content (videos, blogs, photos, advertisements). The…

Subscribe 0
160