د پردیو ځواکونو پر ځای، په افغانستان کی فلم جوړونی او کامپیوترونه کارول کیږی

Posted on at

This post is also available in:

په تیرو ۱۰ کلونو کی جګړه په افغانستان کی یوه دوامداره موضوع وه، اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی خارجی ځواکونه ټول مسوولیت خپله افغانانو ته وسپاری. زه افغانستان ته د یوی جګړی کی ښکیل هیواد په سترګه نه ګورم. ویکی پدیا د جګړی پوره تعریف کړی دی (جګړه یوه منظمه، مسلح او دوامداره مبارزه د ایالتونو او ملتونو په منځ کی ده) زما برداشت دا دی چی د طالبانو له رژیم وروسته په افغانستان کی جنګ ندی فقط د سولی ساتل دی او د ویکیپیدیا تعریف هم همدا ښیی.



ډیری وختونه سوله ساتی هم د عام خلکو په څیر دی او د دوی په شان کړنی لری مګر عواقب یی ډیر توپیر لری. سوله ساتی او سرتیری په یوه ډول دریشی او کالی لری او دوی یو ډول ټوپک له ځان سره ګرځوی. ځکه د دوی تر منځ توپیر نه کیږی. دوی ډیر زیار د سولی په خاطر باسی او په پای کی نتیجه هم نه ورکوی.


 ایتالوی سوله ساتی ځواکونه د سولی د ساتنی په خاطر افغانستان را ځی مګر په امریکا کی بیا میدیا د افغانستان د جګړی به اړه خبری کوی خو دوی په جګړه بوخت ندی فقط سوله ساتی. زه غواړم چی په افغانستان کی د هر سرتیری په بدل کی یو کامپیوټر دوی ته ورکړم. آیساف ۱۳۲۰۰۰ سرتیری په افغانستان کی لری. او په افغانستان کی ۸ میلیونه زدکونکی دی هر کمپیوتر ۶۰ زدکونکو ته رسیږی، زه په افغانستان کی د نړی فلم جوړونکی د پوهنی په هدف کاروم. دا د فلم تولیدات به په اسیایی هیوادونو کی هم سرګرمی د زدکونکو لپاره وی او هم به د دوی پر کلتور باندی مثبت اغیز ولری.


فلم انکس په افغانستان کی د ښوونځیو جوړول شروع کړی دی، ورسره د انترنت تولګی یی هم جوړی کړی دی. همدا اوس موږ په ۶ ښوونځیو کی کار کوو. په محجوبه­ی هروی ښوونځی کی له ۴۰۰۰ زدکونکو سره مرسته کوو. زموږ د انترنت او کمپیوتر د تولګیو په مرسته زدکونکی د ښوونځی د دیواله نه بهر هم زدکړی کولای شی. د ایکزمر سافت وییر په مرسته د نړی له  نورو زدکونکو او روزونکو سره اړیکه نیولای شی او دوی له نړی سره یو ځای کیږی.



آنلاین زدکونکی د نړی تولی لیکنی، علمی مقالی، فلمونه، او علمی پرمختګونه ته لاس رسی لری. زما ۶ کاله تجربه دا ښیی چی نوی نسل ته د پوهنی کوم محدودیت موجود ندی خان اکادمی د زدکړی لپاره ډیر شیان لری مګر په یوټیوپ کی یی ایښی دی. او یوتیوب د افغانانو لپاره کله او ناکله بند وی او فلم انکس به په آینده کی دا ستونزه هم لری کړی او دا اکادمی به له فلم انکس سره ونښلوی او دا کمبود به هم پوره کړی.


 



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160