افغانستان ته پیسی له تبلیغاتی ارزښت سره

Posted on at

This post is also available in:


      په افغانستان کی ښوونځی جوړول یوه بهانه ده، ځینی یی په خښتو جوړوی، ځینی په کمپیوټرونو او ځینی نور یی هم په کلماتو او انځورونو جوړوی. تیره اونی د تبلیغاتو څو کارپوهان می د فلم انکس استدیو ته بلنه ورکړی وه، دوی د افغانستان د انکشافی پروژو د ودی لپاره هلته خپل وخت تیر کړ. دوی د چک لیکلو لپاره نه وو راغلی، دوی د خپلو پروژو د ودی او د ټولنیزو رسنیو د اغیزی په اړه معلومات وړاندی کول. همدارنګه دوی غواړی چی د انټرنټی تبلیغاتو په مرسته د افغانستان له زدکونکو سره د زدکړی په برخه کی هم مرسته وکړی.



د تبلیغاتو نښلول له بشردوستی سره یوه ښه بهانه ده، ځینی خلک دا منی او وایی چی دوی د انسان دوستی په منظور، ځینی فلمونه او نور مطالب خپروی. مګر داسی نده هر څوک سربیره پر دی چی د خلکو لپاره کار کوی خپله ګټه هم په نظر کی نیسی.


 فلم انکس څرنګه کولای شی چی په افغانستان کی د یوی میاشتی په موده کی د انترنت ټولګی جوړه کړی؟ په آسانی سره: موږ په افغانستان کی خپل دفتر ته پیسی استوو او دوی هم دا ټولګی جوړوی.


 فلم انکس، دا پیسی چی په افغانستان کی د زدکړی د پرمختګ لپاره مصرفوی څرنګه یی لاس ته راوړی؟ آسانه: د خپلو فعالیتونو، فلمونه جوړ او بیایی یو ځای له تبلیغاتو سره خپروی او د هغو تبلیغاتو له لاری پیسی ګټی، بیا دا پیسی د زدکړی په برخه کی په افغانستان کی لګوی.


 څرنګه کولای شی چی ډیر تبلیغات تر لاسه کړی؟ دا هم ډیر ګران کار ندی: موږ له نورو تبلیغاتی څانګو سره همکاری کوو او د دوی په مرسته ځانته تبلیغات ترلاسه کوو، له ۲۰ تبلیغاتی شرکتونو سره موږ کار کوو. د تبلیغاتو په پیدا کولو کښی، افغان زدکونکی هم له مونږ سره همکاری لری، او په دوی کی ځینی به دی کار کی ښی وړتیاوی هم لری.


فلم انکس له یوه مخابراتی شرکت سره هم کار کوی، خو د کار په بدل کی له دوی څخه د پیسو غوښتنه نکوی او د دوی له پوهی او وړتیاوو څخه په خپلو پروژو کی ګټه اخلی.


بیل ګیټس د خپلی هوښیاری په مرسته یوه اګادمی جوړه کړه چی سربیره پر دی چی پیسی ګټی د هغو تر څنګ یو ښه نوم هم ورسره ترلاسه کوی. هغه د خان اکاډمی ده چه د شاهرخ خان په نامه یی نومولی ده، او شاهرخ خان یو مشهور کس دی. دا اکاډمی په میاشت کی ۲۰۰۰ دالره د تبلیغاتو له لاری ترلاسه کوی. کله چی ګیتس مړ شی، نو یوازی د کمپیوتر د سافت وییرونو د جوړونکی په نامه به نه یادیږی، مګر میلیونونه زدکونکی چی په خان اکادمی کی لوست کړی د ده نوم به یادوی. څو موده مخکی، مکروسافت د یو شیطانی امپراتوری په نامه یادیده، خو دا بل ګیتس وو چی دا شرکت یی په یوه نیک نامه مرکز بدل کړ.


 په پای کی غواړم تاسو ته یو پټ راز د ر وښیم: هر کله چی تاسو وغواړی د افغانستان په هکله په فلم انکس کی یو څه ولټوی نو یو څه تبلیغات به هرومرو هلته وګوری چه د هغه تبلیغاتو پیسی به د افغان زدکونکو د ښی زدکړی په برخه ک ولګول شی.  


 


 


 


 



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160