دزیاد زغم لاری چاری

Posted on at


له زغمه وتل يا بې حوصلې کېدل هغه وخت راځي، چې انسان له خپلو ورځنيو چارو او کړنو سره بې مينې شي. ژر په غوسه کېدل په حقيقت کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د ډاډ او اطمينان د نشتوالي په حالت کې رامنځته کيږي.



دا له انساني غوښتنو څخه ده، چې په خپلو کړنو او فعاليتونو کې پر له پسې تغير او بدلون راولو. دماغي انډول يا توافق د دې سبب ګرځي، چې موږ نور له تکراري کارونو نه ستړي شو، د بېلګې په توګه کله چې زموږ مينه د يوه نوي تيليفون له اخيستلو سره زياته وي، خو له دوه مياشتو وروسته همدا تيليفون بيا موږ ته تکراري شي او هيڅ اهميت نه لري. په همدې ډول د کورني ژوند اړيکې همداسې دي.


بايد په دې باندې وپوهيږو، چې دا د انسان له غوښتنو ځينې دي چې په خپلو کړنو کې د بدلون غوښتونکی وي، هغه هم په پر له پسې توګه.


په ځينو حالاتو کې بايد انسان له ځينو غوښتنو تېر شي. که نه نو تل به بې حوصلې وي، رواني حالات به يې ښه نه وي او هيڅ کله به د ژوند په خوند ونه پوهيږي.


 د دې لپاره چې زغم، صبر او حوصله ولری بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسی:


­ـ کوښښ وکړی، چې په خپل ژوند کې بدلونونه منځته راوړی.


ـ د زغم نه قابو کېدلو اساسي علت بې روزګاري او د فعاليت نشتوالی دی، په يوه کار باندې ځان بوختول د دې لامل کيږي، چې حوصله مو زياته شي.


ـ خپل ژوند بايد بې مانا ونه ګڼو، دا زموږ دنده ده چې خپل ژوند ته هدف وټاکو.


ـ هره ورځ يو نوی شی زده کړی او خپله پوهه زياته کړی.


ـ  ځان ته تکليف ورکړی او په يوه فعاليت باندې مشغول شی، تر څو ستاسې بدن آرامي احساس کړي، لکه لوبې او سپورټ.


ـ له خپل ځان سره بايد بې تفاوته ونه اوسو او کوښښ وکړو، تر څو له هر څه سره علاقه وښيو، خو بايد متوجه و اوسو چې د نورو په شخصي کارونو کې لاسوهنه ونه کړو.


لیکوال او ژورنالیست : عبدالرحمن منګل



About the author

160