معيوبيت او کم جراتي

Posted on at


 


 


ځينې هغه ماشومان، چې معيوبه وي او يا هم کومه جسمي ستونزه ولري ډېری وختونه د شرم احساس کوي او همدغه د دې لامل کېږي، چې ما شوم ګوښه ګير  او کم جراته شي. کېدای شي ځينې ماشومان د غريبۍ لامله هم د



کم جراتۍ احساس وکړي، ځکه چې د کاليو خرابوالی يا نه شتون او همداسې نور لاملونه هم د کم جراتۍ لامل کېږي.


۴- د مور او پلار له حده ډېر زړه سوی




د مور او پلار له حده ډېر زړه سوی کېدای شي ډېری ماشومان کم جراته رامنځ ته کړي، د بېلګې په ډول: مور او پلار ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، ترڅو هغه کارونه ترسره کړي، چې د ترسره کولو وړتيا يې لري؛ نو ماشوم همداسې له ځان سره فکر کوي، چې د هېڅ شي د ترسره کولو وړتیا نه لري.



۵- د مور او پلار او يا کورنۍ له لوري د ماشوم رټل


ډېری وخت مور او پلار په خپلو ماشومانو په غوسه کېږي او هغوی هېڅ خپلې مخې ته نه پرېږدي، که څه هم کېدای شي د هغه نظر او کار به ډېر ګټور او ښه وي، خو مور او پلار يې نه پرېږدي، ترڅو هغه کار ترسره


 


کړي؛ نو له همدې امله ماشوم ډارن لويېږي او راتلونکي ژوند کې هم ډارن او کم جراته وي، چې په دې برخه کې بايد مور او پلار په ټوله کې کورنۍ د ماشوم د رټلو په برخه کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي.


 


ادامه لری .....



About the author

160