ستړی ژوند

Posted on at



          موټروان دموټرښیښه نیمایی ښکته کړی وه او ناری وهلې علاوالدین ، دارالامان، شورا په منډو منډو وروختم دموټر ښیښی بخار نیولی وه پاکه می کړه لاسونه می یخ ونیول ژرمی په جیبونوکی ورومنډل یخ یخ بادلګیده دځمکې مخ سپین بخمل اغوستی وه دادریمه ورځ وه چی واوره وریدله وخت هم ماښام قضا وه ددارلامان سرک لکه یوه توره لیکه داسی دسپینو واورو په منځ کی تېره شوی وه چی دخواګروپونو ورته یوه خاصه ښکلا ورکړی وه                                    


      شایدډیرخلک ددغه رنګین اوزړه راښکونکی منظرڅخه دلیدلو په موخه له خپلوکورونوڅخه راوتی وه اویا زماپه څیردخپلودرسونو اودندو له امله پدغه سوړ اوواورین موسم کی دخپلوکورونو څخه بیرون وه.



          ماهم ددغه زړه وړونکې محیط اوماحول څخه خوند اخیسته د خپل راتلونکی په اړه می فکرکاوه چی خپله ماسټری په کوم هیواد کی واخلم خوپه همدی وخت کی می یوچا دفکر ټال وشلوه بیرون دسرک په سر یوه وړه انجلۍ چی عمر یی لس کلونوته رسیده شلیدلي کالي  په تن پښی لوڅی دیوی خیرنی ټوټی سره کله دیوه موټرښیښی ته وړاندی شی کله دبل ښیښی ته وړاندی شی ټوټه پری ووهی خو موټر به تری همداسی تېرشو او اوبه به یی پرا نجلۍ وروشیندلی په خپل لستوڼی به یی دمخ اوبه ورپاکی کړی دځان سره به یی یوڅه وویل او په ناهیلو سترګو به یی په موټر پسی وروکتل . ماورته غږکړ دخپل جیب څخه می لس افغانی راوویستی او ورته می ونیولی په همدی وخت کی په سرک دلری څخه دڅو لوکسو موټرونو څراغونه راښکاره شول انجلۍ ددی په لیدلو سره زمادلاس نه پیسی کش کړی او په منډه یی ځان دسرک منځ ته ورورساوه ، درسیدو سره سم دقطار لومړی موټر لکه دبرق داسی تېرشو خو ورپسی موټر کی لکه چی عزرائیل (ع)  سپوروي او دهغې دروح اخیستلو لپاره راغلی وی موټر دانجلۍ په ټټر خپل ټیرونه ور وخیژول چی ورورسیدم ګورم هماغه لس ګون یی په لاس کی نیولی وه سترګی یی خلاصی وی داسمان په لور یی کتل دځان سره یی یو څه وویل او دهمیش لپاره یی ددغه ستړی ژوند سره خدای په امانی وکړه.


 


 





About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160