:په ټاکنو کی دښځوونډه

Posted on at




ټاکنی چی یوه ملي پروسه ده اودیوه هیواد برخلیک ټاکي اوهرڅوک حق لري چی په خپله خوښه خپل زعیم وټاکي همدارنګه ټاکنی ددموکراسي اصلي ثمره بلل کیږي.


زمونږګران هیوادهم چی دتاریخ له یوه حساسی مرحلی څخه تیریږي راتلونکی ټاکنی ډیری مهمی ګڼل کیږي دادهرپه شرایطوبرابر افغان حق دی چی په ټاکنوکی برخه واخلي اودخپلی خوښی کاندید ته رایه ورکړي چی دهمدی موخی په خاطر دولت دراتلونکو ټاکنو لپاره دکارتونودویش لړۍ پیل کړه خودچارواکو په وینا چیدښځوونډه دکارتونواخیستوپه پروسه کی ډیر کم رنګه دی خصوصا په هغو سیمو کی چی امنیتي حالات یی دډاډ وړندي.


که چیری په رښتیا هم ښځی ونه کړای شي چی ټاکنوکی ګډون وکړي یا په ډیره کم اندازي سره وکړای شي نودابه دهغوی په حق کی سترظلم وی اوله بلی خوا به


 



 


 


دټاکنو مشروعیت هم ترپوښتنی لاندی راشی ځکه چی دهیواددوکړوستره برخه همداښځی تشکیلوي .


دښځوپرمخ ترټولوغټه ستونزه دامنیت نه شتون دی ځکه په لروپرتوسیمو کی ان نارینه دډارله ویری نشي کولای رایه ورکړی.


 بله ستونزه هم دکارتونو دویش دمرکزونو لږوالی دی اوخلک نه شی کولای چی په اسانی سره کارتونه واخلي ځکه مرکزونه یوازی دولسوالی په مرکزونو کی


 


 


 


 



دي اوهغه کسان  اوخصوصاچی دمرکزونو څخه په لری فاصله کی واقع دي نشی کولای چی ناامنیوله امله مرکزونوته راشي. 


دریمه ستونزه هم دناپوهی ده  عام خلک نه پوهیږي چی ټاکنی څومره ددوی دژوندبرخلیک ټاکوونکی دي اوپه تیره ښځی چی اکثریت یی بیسواده دي په دی اړه ډیرنه پوهیږی چی دولت بایددعامه پوهاوي پروګرام پرمخ واچوي چی پدی برخه کی بایددمسجد دملاامامانو ،دمکتب اوقومي مشرانوڅخه په دی برخه کی مرسته وغوښتل شي.


:لیکوال: عبدالرحمن الکوزی 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160