:دورځپاڼی اوراډیویی خبرونوترمنځ توپیر

Posted on at




مخکی له دی چی دورځپاڼی اوراډیویی خبرونوترمنځ توپیروکړواول به په لنډډول ورځپاڼه اوراډیووپیژنو.


ورځپاڼه هغی خپرونی ته ویل کیږي چی هره ورځ په متواترډول په ټاکلي ځنډ سره خپریږي چی په هغه کی لوستونکي له سیمیزو،هیوادنیواونړی والوحالاتواوپیښوخبریږي اوهمدارنګه لوستونکوته لارښودنه هم کوي.


راډیوهغه برښنایی وسیله ده چی چی دهغی پواسطه خلک دورځنیوسیاسي،اجتماعيی ،اقتصادی اوفرهنګي مسایلوڅخه باخبره ساتي. نوکولای شوچی ووایوراډیویوسمعي وسیله ده یعنی دغوږونوپه وسیله اوریدل کیږي او ورځپاڼه یوه بصري وسیله ده چی دسترګوپواسطه لیدل کیږي سره ددی چی راډیوډیرکلونه وروسته دورځپاڼی څخه منځ ته راغله اودورځپاڼی تاریخی قدامت نسبت راډیو ته ډیر دی مګر په یادولری چی سمعی ژورنالیزم له بصری ژورنالیزم څخه مخکی منځ ته راغلی دی ځکه تاریخ بیانوي چی انسانانودژبنیوفرمانونواوپه لوړغږداعلانونوپه ډول خپل پیغام رساوه حال داچی چاپي ژورنالیزم دلیک لوست اوچاپ څخه وروسته رامنځ ته شوچی دلیک دمنځه راتلوعمرترپنځه زروکلونورسیږي.


راډیوتل ژبه استعمالوی چی اسانه ،ساده اوپوهیدل پری اسانه وي ځکه دراډیوی خپرونولوستونکي کوچنیان ،لویان ،باسواده اوبی سواده ټول تشکیلوي له دی امله


 


 


په راډیوکی دکلمو کارولوته ډیره پام په کاردی همدارنګه درادیوداوریدوترڅنګ کولای شوچی نور کارونه هم وکړولکه دکورکارونه ،په کمپیوترکی لیکل اوداسی نورهمدارنګه دراډیوپه خبرونوکی داداری غوښتنوته ځای نه ورکول کیږی اونه دخبرواتروپه بڼه وړاندی کیدونکوخبرونوته ښه ،بد،په زړه پوری یازوړنه شي ویلای ځکه په دی اړه قضاوت لوستونکوته پریښودل کیږي دراډیوله ډیروویلو سره سره بیا هم دراډیوخپرونی نسبتا لنډی وی اودورځپاڼوشمیر بیازیات وي همدارنګه که په ورځپاڼو کی لوستونکی په خبر پوه نه شی نولوستونکی کولای شی چی بیابیا هغه ولولي.


:اما په یادمووي چی راډیونشي کولای چی دورځپاڼی ځای ونیسي ځکه چی


۱-انتخاب له مخی راډیویواځی خاص خاص خبرونه خپروي.


۲-دوخت دکمي له امله دخاص خبرونویواځی مهمی برخی خپروي.


۳-دراډیودخبرونوپه اوریدوسره اوریدونکی نشی کولای چی په پوره ډول سره خبرترلاسه کړي ځکه په راډیوکی تنها دخبرمهمی برخی خپریږي نوددی په خاطرلوستونکی دډیر تفصیل په خاطر ورځپاڼی لولي.


۴-په ورځپاڼه کی چی کومه رنګارنګی (تنوع)موجوده وي هغه په راډیوکی نشته.


:راډیو


۱-په ډیره چټکي سره خبرونه خپروي ډیروختونه له کومی پیښی وروسته سملاسي په راډیوکی دهغی خبرراځي.


۲-خبریی لنډوي.


۳-دراډیودخبرونوبرابروونکی دخپلی خوښی له مخی دانتخاب حق نه لري.


۴-دراډوخبرونه په عام ډول دیته په پام سره برابریږي چی یوه کورنۍ اویایوه ډله په ګډه هغه اوري.


۵-راډیویی خپرونه دعامه خلکولپاره وي دکومی ځانګړی ډلی لپاره نه خپریږي.


:ورځپاڼي


۱-ورځپاڼه نسبت دراډیوپه پرتله خبرونه په ځنډ سره خپري.


۲-ورځپاڼی په تفصیل سره خبرونه چاپوي اوهڅه کوي چی کومه برخه یی پاتی نشي.


۳-دورځپاڼی دخبرونودلوستلوپرمهال تاسوله یوی مخی خپل کارونه پریږدئ اویواځی هغه لولئ


 



۴-لوستونکي داحق لري چی څومره خبر ولولي اوڅومره پريږدي.


۵-ورځپاڼی هرډول خبرونه خپروي ځکه لوستونکی هرډول خبرونه لولي.


۶-په ورځپاڼوکی دخبرونوټول ریکارډساتل کیږي اوتاسوهروخت دچاپ شوي خبرپخلی کولی شئ.


لیکوال:عبدالرحمن الکوزی



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160