:دژورنالیزم اخلاق

Posted on at


 


 


اخلاق یوه نوی پدیده نه ده اوله هغی وخت څخه چی انسان منځ ته راغلی اخلاق ورسره منځ ته راغلی دي پوهانواودفلاسفاوهمیشه کوشش کوي چی په دی اړه څیړنی وکړي اوپه دی اړه څیړنی وکړي سره ددی چی ویل کیږي اخلاق دفلسفی یوه برخه ده خو بیا هم دیوه ځانګړي علم په حیث ترڅیړنی لاندی نیول کیږي.


داخلاقوپه اړه نظریات مختلف دي یعنی اخلاق په مختلفوټولنو کی په مختلف ډول سره تعبیرکیږي ځکه چی هره ټولنه مختلف فرهنګونه لري اواخلاق دهری ټولنی دهغی ټولنی دفرهنګ سره تړلي دي مثلا په غرب کی اخلاق دشرق له اخلاقو سره توپیر لري.


 



  


اخلاق عبارات دقوانینودمجموعی څخه دي چی دبشری ټولنودژوندپه مختلفودورواوپه فکرونوکی وجود درلود لري یی اوهغه ته په احترام قایل دي


اخلاق ډیره پراخه ساحه لري اونظرپه فرهنګ ،هیواداوملت فرق کوي اوهرڅومره چی له یوله بل څخه دجغرافیه له پلوه لری شي اخلاق فرق پیداکوي تنها راستی ،صداقت اوایمانداري ده چی په ټولوټولنوکی یوشان دی.


قانون له اخلاقوڅخه سرچینه اخلي اودقانون منشا اخلاق دي


 



نن ورځ رسنۍ په عامه افکاروډیرتاثیر لري ددی ترڅنګ چی مختلف ډول افکارخپروي کولای شی چی دوی ته یوه جهت ورکړي اوهغه یوه لوری ته بوځي .


رسنۍ هغه وخت کولای شي چی دهغوی په افکاروډیرتاثیرولري چی دخلکوپه منځ کی محبوبیت ولري که چیری درسنیوپه کارکی اخلاق اوتوازن وجودولري نوکولای شی چی دخلکواعتمادجذب کړي اودهغه افکارپه یوه لوري ته یوسي.


دلیکوالی اخلاق دادي چی لیکوال دلیکوالي په اخلاقواوموازینوپوه وي اوهغه عملي کړي .اخلاقی موازین کوم خاص شکل نلري خو لیکوال بایدټولنیزي غوښتني اوټولنیزحساسیتونه په نظر کی ونیسي.


دروغ ویل ،عدم دقت،تحریف،سهل انګاري،تحریف،پلوي کول،جهت نیول،دادب نه مراعات کول،بی نزاکتي،بی ادبي،غلط تبلیغات،نژادي تبعیض،ملیت ،سمت،مذهب،دشخصیتونوبدنامول،په شخصي چاروکی دخالت،فریب کاري اوداسی نورهغه څه دي چی کولای شي دیوی رسنۍ مقام دخلکوپه منځ کی لوړکړي اویایی ښکته راولي پدی معنی چی که چیری رسنۍ عدل ،انصاف،توازن اواخلاقی موازین په نظرکی ولري نوکولای شي چی چی خپل اعتبار نورهم ډیرکړي خوکه چیری داشیان په نظرکی ونه نیسي نوخپل اعتباربه دخلکوپه منځ کی له لاسه ورکړي.


لیکوال :عبدالرحمن الکوزی


 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160