یو برطانوی عالم وای چی ماشوم وم پدی فکر وم چی په دنیاکی باید بدلون راولم،خوکله چی لږ لوی شوم دنیا راته ډیره لويه ښکاره سوه یوازی دیو وچی دبدلون په فکرسوم،چی لا لږ نور وخت هم تیرسوی نه وو، داوچه هم راته ډیره زیاته اولویه ښکاره سوه نو فکرمی وکړئ چی بس یوازی به په خپل ملک کی بدلون راولی خو دوخت په تیریدوسره په ملک کی بدلون راوستل هم راته ناممکنه وبریښیدل ، ترڅومی دسیمی په اندازه دبدلون فکر رالنډ کړۍ ، په سیمه کی بدلون راوستل هم یوډیر ستونزمنند کاروو چی پدی کی هم پاته راغلم تردی چی یوازی دخپل کورنۍ دبدلون په تکل سوم خوکله چی دکورنئ په بدلون کی هم ناکامه سوم، خوڅنګه چی داوخت می دژوند وروستئ شیبی وی اوټول عمر می دنورو دبدلولو اوپه دی اړه کاراوزیارکولو کی تیرکړئ وو پوه سوم چی که می داولی ورځی څخه په ځان کی دبدلون راوستولو اراده کړئ وای نوهرڅه به بدل وای
مورال دادی چی په ځان کی بدلون په جهان کی بدلون بلل کیدایسی اوهیڅکله پرخپل دريځ اوفکر ثابت دریدلو باندی دنورو دبدلون غوښتنه باید ونکړو. همداسی ډیری افغانان پدی اندوی چی تل خپل افکار او اندونه پرنورو ومنی غیر دهغه تحلیله چی ایا زما دا اندوینی اوفکرونه پرنورو باندی یوه تحمیلی اوتپل کیدونکی بڼه لری که رضایی، نو په هر راز مسسائلو اوچاروکی چی کله هم دخنډونو اویاستونزو سره مخ کیږو باید حل لاری یی دیو بدیل په شکل ورته پیدا کړل سی او همدغه بدیل چی څوک یی دیو ستونزی دحل لپاره مومی په خپل ځان کی دبدلون په معنی سره اخیستل کیدای ځکه سیچی ستونزه یاخنډ بیرته عینی شی پاته دی اوکوم بدلون یاتغیر یی ځانته ندی ورکړی. زموږ یوه مهمه ستونزه هم داوی چی تل مو دنورو په ستونزو کی فکروی او که چیری هغه ستونزه هم نه وی خو حتی دبل حل لا ستونزه راته ښکاری چی اصلا پداسی حالت کی موږ خپله دغټی ستونزی ښکاریو چی خپله بدلون ته عاجل ضرورت لرو
ولی چی موږ تراوسه پدی نه یو توانیدلی جی دیوچا دحل او ستونزی ترمنځ توپیر وکړایسو نوبیابه کله وتوانیږو چی په یاد شخص کی بدلون راوستلایسو؟ خو که خبری هرڅونه اوږدوو نتیجه یی بیاهم هغه یوشی ده چی دی ټکی ته باید ډیر ځیر اوسو چی په خپل ځان کی بدلون په ټول جهان کی بدلون دی نو بعضی خلګ وی چی پدی مفهوم دمرګ پروخت پوه سی بعضی یوڅه پروخت دچاری پوه سوی وی اوبعضی هسی دمفهوم به اړه ناپوه تردنیاتیرسی اوپه ژوند کی نه خپله څه سوده کړی اونه هم بل ته منفعت ورسوی.
لیکونکئ محمد صادق نصرت