افغانانو ترڅوبه لانه پوهیږو؟

Posted on at


ویل کیږی چی حزبی اسلامی او جمعیت اسلامی په خپل منځی جګړو کی تر شپیته زره زیات افغانان یوازی په کابل اوشاوخوا سیمو کی دګور میلمانه کړل خو نن هغه دوه سخت سری دښمنان چی په سلګونو زره کورنئ یی دخپل منځی اختلافاتو په اورکی وسوځلی اوتل به یی پریو بل دکافرو فتواوی ورکولی نن بیرته په خوښئ سره ناست دی اوخپل قورمی اوکبابونه خوری، خنداګانی اونڅاګانی کوی خو دمظلوم اوبیچاره اولادونه چی به یی همیشه  دخپلو ستراتیژوکو موخو ته درسیدولو لپاره



په ځانګړو اودینی ايډیالوژیانو تیرایستل اوجنګول به یی یا خو په قبروکی دچینجو خوراک سول،یا ړندیان اوګوډیان دی اویاهم بی سرپناه شپه او ورځ یی دنورو لاسو ته دلوږی خولی په هوا نیولی وی. خو هغه ښاغلی یی! چی دوی به یی په یوه خبره اوفتوی دزرګونو خلګو سرونه پریکول او وژل  نن په دنګو، شاندارو اوجنت غوندی قصرونو اومحلونو کی خپل ترمنځ دخوښیو او دوستیو ورځی اوشپی تیروی


.


او تا غریب خوارکئ چی څوک ورپه یاد کړی نوښه په کړس کړس او درزا سره  وخاندی او وای چی داخو هلته لا لوی احمق وو چی مابه ویل ده به کول نو ښه دی چی همداسی وی ځکه  دغه دبی وزلئ حالت یی پرده دۍ.
ایا لا باید موږ افغانان  نورهم پوه نسو؟  ایا نورهم باید  د نا اهلو،ځان غوښتونکو،جاه طلبو، قدرت طلبو،تفوق غواړو، پرچوکیو او قدرت مینو  اودبل په لاس جوړوسوو غلامو ډلو دشومو اوکرغیړونو موخو قربانیان سو؟ چی بیامو په لکونو لکونو یوپه بل سره  ووژنی؟  اوبیامودعزت میرمنی، میندی اوخویندی دبدحالئ یی دپردیو او پس فطرتو پنجابکو اوایرانیانو کوروته دیوی ګولئ ډوډئ غوښتولو په خاطر لاس په زاریو اوخواستیو درول غواړۍ؟د


http://inapcache.boston.com/universal/site_graphics/blogs/bigpicture/womendanger_070811/bp1_fa_rszd.jpg


نو که څوک ځانته نور دسړی خطاب کوی اوځان انسان اوافغان بولی نو وبه وایی چی نه؛ اوکله چی مو جواب نه وی، نو نور مو هریو افغان باید هم خپل داخلی اوهم خارجی ډښمن وپیژنو اونور باید دپردیو په اشارو اوپردیو ته دخدمت اوچوپړکولو څخه هغه که شعوری وی که قصدی لاس واخلو ځکه چی هرڅومره  سره وډبه ؤ اوهرڅومره سره ووژنو موږتاسی افغانان بیاهم خپل منځوکی یو وخت ناستی ته سره مجبور یو ځکه چی چاره نلرو اوکله موچی چاره ونلرل نو بیانن ولی اولا ترڅوبه  دیوه اوبل په خبره  خپل خلګ وژنو اوکورمو ورانوو؟  



About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160