دموکراسي څه ته وايی؟

Posted on at


 


که څه هم  چی په داوروستیوکلونوکی ددموکراسي نوم زمونږپه خلکواوخصوصا په مطبوعاتوکی ډیر استعمالیږي خوډیرخلک لا اوس هم ددموکراسي په مفهوم نه پوهیږی .


سره ددی چی پوهانودموکراسي په مختلف ډول سره تعریف کړی دی خویوټکی چی زیاتره پوهان پری متفق دي داده چی دیموکراسي دبشري حقوقودضامن کیدوستره وسیله ده البته په هغه صورت کی چی دموکراسي په خپل اصلی ماهیت سره استعمال شي اوغلطه استفاده تری ونشي.


دموکراسي ددوه یوناني کلمو دموس(خلک ،وګړي )اوکراتوس(حاکمیت ،قدرت)څخه اخیستل شوی ده  دموکراسي دحکومت  کولو یوه نوع شکل دی دشاهی اواشرافي حکومتونوپه خلاف قدرت دڅومحدودوکسانوپه لاس کی نه وي بلکی اکثریت خلک په حکومت کی برخه لري.


 


  


 


ددموکراسي لپاره په تعریفونوکی چی ډیراستعمالیږي یوهم دابراهام لنکن تعریف  دی هغه وایی (دموکراسي یعني)«دخلکوحکومت دخلکوله خوا دخلکولپاره » له بلی خواد(نوی دموکراسۍ)کتاب په نوم لیکوال «جیمزبرایس»دموکراسي پدی ډول سره تعریف کړي ده


دموکراسي لغت په هغه ډول حکومت دلالت کوي چی په هغه کی  دیوه هیواداکثریت اوسیدونکي برخه ولري.په وحقیقت کی دموکراسي یعنی حکومت قانون اودزورزیاتي څخه مخنیوۍ اماحکومت ،قانون بدون دخلکودقضاوت کوونکوارګانونوڅخه دموکراسي نده چی دخلکوفعاله ونډه اوقضاوت په مقننه ،قضاییه اواجراییه برخوکی په حقیقی ډول دموکراسي بلل کیدای شي.


چی دپارلمان له غړوڅخه نیولی دولسمشرترټاکنی پوری خلک کولای شی چی دخپلی خوښی قضاوت وکړي اوهغه څوک وټاکي چی زړه یی وي.هغه مهم اصلونه >چی دهغه پواسطه کولای شودموکرات دولتونه له غیر دموکرات دولتونوڅخه بیل کړو په لاندی ډول دي.



 


 


 


 


 


 


 


۱ – بایدچی ټاکنیزوپوستونواوڅوکیولپاره  ازادرقابت وجود ولري لکه دولسي جرګی ،مشرانوجرګی ،ولایتي شوراګانو ،دولسوالیوشوراګانو اوداسی نور.


۲ – ټاکنی بایدازادی ،رڼی اوعادلانه وي دهرمقام اوڅوکی وخت باید معلوم وي همچنان ټاکنی بایدپه داسی ډول ترسره شي چی زورزیاتی پکی نه وي اوهیڅ ډله دټاکنوڅخه بی برخی نشي.


۳ – سیاسي اومدني ازادي باید وجودولري ترڅودټاکنودسیاسي رقابت موجودیت تضمین شي.


 


 


 


 


 


 


 


که چیری دموکراسي په اصلی معنی سره په یوه هیوادکی پلي شی نودپرمختګ اومساوات لپاره ترټولووړاومناسب نظام دي ځکه یوازینۍ نظام چی په هغه کی هرڅوک کولاي شی برخه ولري هغه دموکراسي ده چی په دی دپوهانورول ډیرمهم دی همدارنګه عادي خلک هم ددموکراسي په پلي کولوکی لویه ونډه لري چی هغه ټاکنی بللی شو.


البته ترټولوښه دموکراسي هغه دموکراسي ده چی په هغه کی دیوه هیواد وګړي سیاسي ازادي(بیان ازادي،مطبوعات ،ګوندونه،ټولني) رڼی ټاکنی،قانونیت،ددری ګونوقووتفکیک وجودولري.


لیکوال:عبدالرحمن الکوزی


 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160