د ثور اومه : د یوه لویې غمیزې حکایت لومړی برخه

Posted on at


سږ کال چی  ۱۳۹۲ لمریزکال  ده . د ۱۳۵۷ لمریز کال  د غویی یا دثور د کمونسټی کودتا څخه پوره پنځه دیرښ کاله تیریږی . هغه کو دتا چی په هغه کی د افغانستان  د لمړنی جمهور ریس سردار محمد داود خان حکومت په خونړی توګه له منځه ولاړ  او دنور محمد تره کی په مشرۍ کمونسټی رژیم دشورویانو په پوره او ښکاره املاتړ سره  واک تر لا سه کړه .



په دغه ورځ ( د غویی اوومه ، ۱۳۵۷ ) د خلق د دیموکراتیک گوند غړیو د یوه خونړی کودتا په ترڅ چی د مسکاو له خو ا طراحی سوی وو ، واک ته ورسیدل .


سردار محمد داود خان چې د افغانستان لومړنی ولسمشر و د خپلې کورنۍ له ډیرو غړیو سره  د دغه کودتا په ترڅ کې په یوه ډیره تراژیدیکه ډول سره ووژل شو .  او د کمونسټی احزابو مشران چی په زندانو نو کی د محاکمی په انتظار کی و آزاد او په داسی حال کی چی د افغانستان د واکمنی  خوب یی هم نه لید له ، د خپلو نور محمد تره کی  په زور په ډیره نا باوری سره د واک پر څوکی کشیناستل . او دافغانستان د اوس مهال (معاصر) تاریخ یوه  تورتم او ترخه صفحه یی پرانیستل . او په بدل یی ډیر کسان چې  د پخوا څخه په پوهنتونو  کی د کمونسټانو  مخالفان وو او د هغوی سره آزاده بحثونه  کاوه او ګڼ شمیر نور بیګناه خلګ او همدا رنګه د  داوود خان د حکومت سیاسی او  پوځی چار واکی د رژیم د مخالفت په تور  زندانونو ته واچول شول. د افغانستان پخوانی بیرغ په بشپړه توګه بدله شوه  او پر ځای یې تک سور خونرنگه بیرغ د خلق د ګوند دنشان سره پورته سوه .



د نور محمد تره کی په مشرۍ نوی رژیم گڼ شمیر  د اسلام ضد او دافغانانو د کلتوری په خلاف فرمانونه جاری کړل شو . او له همدی کبله  د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د دغه رژیم پر ضد ولسی وسله وال مقاومتونه پیل شو .


 آخوا کمونسټان د خلق او پرچم په ډلو ووېشل شوې او دهغوی خپل منځی اختلافات د واک د نیولو پرسر را وپاریدل او د نور محمد تره کی پر ضد حفیظ الله امین کودتا وکړه . او نور محمد تره کی په دغه دویمه خپل منځی کودتا کې ووژل شو . لږه موده وروسته حفیظ الله امین هم د شوروی اتحاد د پوځی یرغل په خاطر قربانی سو او خپل واک او ژوند یی له لاسه ورکړ .



ببرک کارمل د شوروی اتحاد ځانګری سړی د شورویانو دسور پوځ په ملاتړ د مسکاو څخه افغانستان ته راوستل سو  . هغه څوک چی د کابل دخلګو له خوا هغه ته د شاشجاع ثانی ( هغه شاشجاع چی انګریزان یی افغانستان ته راوستلی وو)  لقب ورکړ شوی دی . 



About the author

160