:له خاوروترنړیوال جام

Posted on at


سره ددی چی کرکټ لوبه په افغانستان کی ډیرلنډتاریخ لري اویوه ځوانه لوبه بلل کیږي خوددی سره سره بیاهم دغی لوبی په افغانستان کی دبلی هری لوبی په نسبت ډیرپرمختګ کړدی چی دکرکټ لوبغاړوهمدی لاسته راوړنو دکرکټ مینه وال زیات کړي دي.هغه لوبډله اوهغه لوبه چی دکچه ګړۍ دله خاورینوکوڅوڅخه شروع اودنړۍ په شنولوبغالوکی یی خپل بیرغ ورپاوه اودافغانستان هغه نوم چی همیش په اخیستوسره به یی دنړیوالوپه ذهن کی دوحشت ،جنګ اوویری تصویر جوړیده بدل کړ اودایی وروښوده چی که دوی ته زمینه مساعده شي نودوی په هر‌ډګر کی کامیاب دي.

 

 

دافغانستان دکرکټ فدراسیون په لومړي ځل په ۱۳۷۴لمریزکال کی تاسیس شوامادطالبانودحکومت په راتګ سره کرکټ هم دنورولوبو ترڅنګ منع کړای شو خووروسته بیا اجازه ورکړل شوه اوپه ۱۳۸۰لمریز کال افغانستان دکرکټ دنړیوالی شورا غړیتوب ترلاسه کړ په ۱۳۸۲ لمریز کال افغانستان دکرکټ ملي ټیم په دوو ټورنمټونوکی دګډون لپاره دپاکستان هیواد ته سفروکړ اوپه خپل لومړي رقابت کی بری ترلاسه  کړهمدارنګه په ۱۳۸۳کال کی داسیا دسیمه ایزوهیوادونو په لوبوکی ګډون وکړ چی شپږم مقام یی لاسته راوړ.

سره ددی چی لوبغاړوته لکه دنوروهیوادونو هسی زمینه مساعده نه وه اوخلکوترمنځ یی هم ښه نوم نلره اودیوه لوبغاړي دخولی خبر ده چی وایی کله چی په لومړي ځل کابل ته دلوبو په خاطر راغی نوخلکو به ورته ویل چی ته پاکستانۍ یی اودادپاکستان لوبه دلته کوی خوبیا هم ددوی هڅی اودخپل هیوادسره مینه وه چی ویی شول کولای خپل ټیم دنړی په معتبرولوبډلوکی راولي اودکلونوکلونو هغه خوبونه چی یوه ورځ به دنړی له قوی لوبډلوپه مقابل کی میدان ته وځي په حقیقت بدل کړل اوخپل دری رنګه بیرغ یی په نړیوالو لوبغالوکی ورپاوه اونړی ته یی ځان وروښوده .

 

کله چی دلومړي ځل لپاره افغانستان وکولای شول چی په ۲۰۱۰م کال کی دشل اوریزونړیوال جام ته لارومومي نودکرکټ لوبي شوراوغوغا نوره هم زیاته شوه ځکه چی دورزش په تاریخ کی لومړۍ ځل وه چی دافغانستان لوبډله نړیوال جام ته لاروموندله دغه لوبی چی په ویست انډیزکی ترسره شوی افغان لوبډله دهنداوسویلی افریقی په څیرقوي لوبډلوسره مخامخ شوه که څه هم افغان لوبډلی په دغه لوبوکی دخپلوسیالانوڅخه ماتی وخوړه خوبیاهم دنړیوالو اودکرکټ نړیوالی شورا له خواافغان لوبډله ډیره وستایل شوه اوددوی لوبه یی ډیر خوښه کړه .

افغانستان همدارنګه دجنوبی اسیاهیوادونو داتلوالۍ جام څلورځله په پرله پسی توګه لاسته راوړۍ دی اوددی ترڅنګ افغان لوبډله دلویو وچو یاانټرکانټینینټل لوبو اتله هم پاتی شوی ده .په ۲۰۱۲م کال کی افغانستان ددوهم ځل لپاره دشل اوریزولوبونړیوال جام ته لارومونده دالوبی چی په سریلانکا کی ترسره شوی افغانستان دهندوستان اوانګلستان په وړاندی میدان ته ووته خو په دواړولوبوکی یی ماتی وخوړه اوویی نه شوکولای چی بل پړاوته لارومومي .

 

اوس مهال کرکټ لوبه په ټول افغانستان کی مینه وال لري اوورځ تربلی یی شمیر مخ په زیاتیدودی دملی لوبډلی ترڅنګ دنوولس کلنو ملی لوبډله الف لوبډله دشپاړس کلنوملی لوبډله هم جوړی شوی دي چی ښی لاسته راوړنی لري .خو ددی هرڅه ترڅنګ چی ډیره غټه بریا بلل کیږي هغه دپنځوس اوریزونړیوال جام ته دملی لوبډلی لاره پیداکول دي دغه لوبی به  د۲۰۱۵ م کال کی په استرلیا اونیوزلیند کی ترسره شي چی افغانستان وکولای شول دغولوبوته دغوراوي په وروستیو لوبوکی کینیا هیواد ته په بی ساریو ماتی ورکولوسره دنړیوال جام ته لارومومي چی په داخل اوبهر دهیواد څخه   دخلکوله خواډير وستایل شول اوخوښی اتڼونه په ټول هیوادکی ترسره شول.همدارنګه دنړۍ دکرکټ قوي ستورو چی په هغوی کی داسترلیا دلوبډلی مشر ،دینوزرلنډ لوبډلی مشر،سریلانکا لوبډلی مشر،انګلستان لوبډلی مشر،دجنوبی افریقا پیاوړی توپ وهوونکي هاشم امله اوداسی نورو لوبغاړو افغان لوبډلی ته مبارکي وویله اوددوی هڅی اولیاقت یی وستایه.



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160