په هیواد کی رسنی له پخوا مودی څخه موجودی وی دامیر شیرعلی خان له زمانی څخه رانیولی چی دشمس نهار دجریدی په نامه یی فعالیت کاوه او وروسته بیا نوری ورځپاڼی اومجلی هم جوړی شوی مګر په هغووختونو کی رسنی ټولی په ټوله معنی ددولت په ولکه کی وی اوهغه څه چی به دولت غوښتل هغه به یی نشرول حتی په ۱۹۹۰ کلونو کی چی نړیوالو رسنیو نور دهیوادونو سرحدونه له منځه یوړل اونړیوالی خپرونی یی پیل کړی خوله بده مرغه زمونږ په هیواد کی بیاهم رسنی ددولت په ولکه کی وی اودولت درسنیو اکثره پروګرامونه سانسورول.
دښاغلی کرزی دموقتی دوری له پییل کیدو راهیسی دهیواد په ګوډ ګوډ کی رسنیو خپل فعالیتونه پیل کړل اوتریوحده پوری دبیان دآذادی خیال وساتل شو چی دهغه له برکته په هیواد کی صوتی تصویری چاپی اوالکترونیکی رسنی چی په کلی ډول یی شمیر سل ګونو ته رسیږی منځته راغلی اوپه خپلو خپرونو یی پیل وکړ. مګر له پیل څخه دژورنالیستانو ژوند اومصونیت ته ډیر پام ونشو له هماغی ورځی وینو چی ژورنالیستان ددولتی چارواکو اوددولت دوسلوالو مخالفینو لخوا زورول کیږی ټکول کیږی او حتی ځینی وخت وژل کیږی هم مونږ داجمل نقشبندی په نامه دیوافغان ژورنالیست وژل ددولت دمخالفینو لخوا ولیدل اوهمدارنګه مونور ډیر ژورنالیستان ددولت دمامورینو لخوا هم په خورابیرحمی زورول اووهل کیږی اوس دلسوکلونو په تیریدو سره لاهم ددولت دځینی چارواکی غواړی چی رسنی سانسور کړی اویاخویی بیخی خپرونی ودروی تاسوبه څه موده وړاندی دبلخ دوالی ښاغلی عطامحمد نور څرګندونی اوریدلی وی چی ویل یی دژوندون په نامه دیوخصوصی ټلویزیون خپرونی دی بندی شی داددی ښکارندویی کوی چی لاهم په هیواد کی دبیان له آذادی سره ځینی خلک ستونزی لری اونه پریږدی چی رسنی ددوی تیرجنایتونه ملت ته ورپه ګوته کړی اواوس هم په بیغمه زړه څه چی غواړی ویی کړی اوملت ناخبره پاتی شی.
اوس چی دولسمشری ټاکنی رانژدی دی دنوماندانواوددوی ترمنځ شوو اتلافونو ته په کتو ویلی شو چی دژورنالیستانو مخه نه نیول به یوازی یو خوب وی ولی چی ددغو نوماندانو په ډله کی ځنی داسی کسان هم شته چی تل یی دملت په وینه تویولو کی خپله بقا لیدلی او له دی لیاری په قدرت کی پاتی شوی اوس که دوی ددرغلی خبرونه اورپوټونه خپروی نو ددی زورواکو له خوابه ګواښل کږی ځکه چی ددوی دشخصی ګټو خلف کار به کوی خوتیره ورځ دانتخاباتو دکمسیون ویاند نور محمد نور چی دژورنالیستانو دټولنی په عمومی غونډه کی یی خبری کولی ویی ویل چی رسنی باید دټاکنو له پروسی سره مرسته وکړی اوپه دی برخه کی له هیچا ونه ویریږی په هیواد کی څه دپاسه ۱۷ لکه نویو وګړو دټاکنو کارتونه اخستی چی دادټاکنو پرمشروعیت مثبت اغیزه کوی اودارسنی دی چی دخلکو غوږونوته یی ورسوی مګر داسی څوک نشته چی دژورنالیستانو ضمانت وکړی چی دوی به درپوټ اویاخبر جوړولو پرمهال نه ګوښیږی اونه به وهل کیږی.
لیکوال: خوانی همت