:دژوند خوند

Posted on at




ژوندیودی  په هرچا تیریږي که غریب وي که مالدار که روغ وي که ناروغ که په کوروی که مسافر که په سمه وي یا په غره کی خوبس ژونددی چی په هرچاراځي اوتیریږی.


دټولو پیدایښت دمورګانوڅخه کیږي ټول دماشومتوب ځواني اوبوډاتوب دوری تیروي ټول هیلی اوارزوګانی لری خویواځی دژوند شکل به یی فرق ولري شاید یوڅوک .به ټول ژوند کی هرڅه ولری خو وخت به نه لري مالداره به دډیرمصروفیت له کبله ونشي کولای چی دژوند په ارزښت پوی شي


 


 



 


غریب به هم ژوند وکړي خو دخپل غربت اس به په مخ څپیړی ورکوي مسافر به هم ژوندولري خو دهجران بادونه به یی دزړه باغ باندی خزانونه وروي خو ژوند یواځی غم نه دی بلکی ژوند په خپله خوشحالي ده ځکه کله چی هم غواړو چاته ښه دعاوکړو نو ورته وایو چی الله پاک دډیرژونددرکړي .


خو ژوند هغه چاته ژونددی چی تری خوند واخلی اودژوند په ارزښت وپوهیږي ژوند ته په مثبت نظر وګوري


 



 


 


 


ګل پاچا الفت وایی چی اوبه خوټولی یوی اوبه دي خان یی دزروجام کی څکي دهقان یی په لپه کی څکي او شپونکی په ویاله کی خوله ږدي او اوبه څکی خوخوند په جام ،لپه او ویاله کی نه دی بلکی هغه څوک چی ډیرتږی وی داوبو څخه ډیر خوند اخلي .


 



 


 


دژوندخوند هم په خانۍ اوغریبي کی نه دی بلکی دژوند خوند په دی کی چی چاته څومره ارزښت لري .


یوخان ددمال اودولت په نشه کی داسی غرق وی چی نه شي کولای دژوند په مفهوم پوه شي اوچی کله متوجه شی نو بیاورته ژوند اجازه نه ورکوي .


 


 



یوه دغریب دخپل غربت ته دلاری چاری لټولو په لټون کی دژوند تل ته رسیږي اوحقیقت ته لارمومي قارون دخپل مال دولت په اساس خپله لارورکه کړه اما  بی کوره موسی نبوت ته لارومونده .


لیکوال:عبدالرحمن الکوزی


 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160