باسواده پولیس د خپلې روغتیا ساتنه کوي

Posted on at


باسواده او لوستي پولیس د خپلې رواني او بدني روغتیا ښه ساتنه کوي او د خلکو خدمت هم په ښه توګه کوي.


 


پولیس سرتېري ډېره برخلیک ټاکونکې او مهمه دنده په غاړه لري، چې په سمه توګه د ترسره کولو لپاره یې، بدني او رواني روغتیا له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده.


 


څرنګه چې لیک او لوست له یوه پولیس سرتېري سره د دندې په ښه سرته رسولو کې مرسته کوي، له هغه سره دا مرسته هم کوي، چې د ټولنې له نورو وګړو سره هم مرسته وکړي او د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره د خپلې بدني او رواني روغتیا ساتونکي وي.


 


ظریف د هغو پولیس سرتېرو له ډلې څخه دی، چې د پولیسو په روزنیزو پروګرامونو کې یې لیک او لوست زده کړي دي.


 


نوموړی په دې چاره ډېر خوښ برېښي او وايي، چې اوس کولای شي هم له خپل ځان سره او هم له نورو سره مرسته وکړي.


 


دی وايي: «په دې ډېر خوشحاله یم، چې د روغتیايي مسایلو په مراعات کولو سره، خپله روغتیا ساتلی شم او له مخالفینو څخه د خپلو خلکو ساتنه کوم.»


 


ظریف وايي، چې سواد د خزانې په ډول دی او ټول خلک باید هڅه وکړي، چې بې سواده پاتې نه شي او د دغې خزانې څښتنان شي.






نویسنده: احمد فروغ



About the author

ahmad-frogh-waris

graduated from Ghulam Hadir khan high school in 2008, have Bachelor degree in BCS (bachelor in computer science) 2014/3/14 working in a construction company as an IT assistant & admin assistant and a blogger in filmannex.

Subscribe 0
160