:پوهنتون یا ساعت تیري

Posted on at




خپل بوټان می راواخیستل  اول می په ټوکر ښه پاک کړل بیامی پوره نیم بوتل توررنګ پری وواهه دوه دری ځله می بوټانو ته وکتل چی کوم ځای خوبه یی پاتی شوی نه وی دډیر برس وهلو څخه می ان ګوتودرد وکړ بوټان می هم دومره تور شول چی دپطلون پاینڅی یی راته توری کړي.                                                                                                                    



  


ورورمی چی ولیدم نو راته یی وویل هلکه پوره یوساعت شو چی وایی زه ځم پوهنتون ته خولاتراوسه په کور کی یی که پوهنتون ته نه ځی نولاړشه دوکان ته لږسوداراوړه .ماچی ساعت ته وکتل نو یوازی ددرس شروع ته لس دقیقی پاتی وی په بی پروایی می ورور ته ځواب ورکړ ته نه ګوری چی زه پوهنتون ته روان یم نن ډیر مهم درس لرو.


 



له کوره دموټرترایستګاه می سوچ کاوه چی که ناوخته ورسیږم نو استادبه می په صنف کی پری نه ایږدي په همدی سوچونو کی وم چی له یوه بوډاسره می ټکر وکړ هغه بخښنه وغوښته خوماورته بدبد وکتل اوخپل ځان می وڅنډه .


موټروان زما په لیدوسره موټرودراوه اوراته یی ویل راځه مخکی کینه شاته ځای نشته هسی نه چی څوک دپه بوټانوپښی کښی نږدي زه هم بی له کومی مننی څخه کیناستم ددی لپاره چی پوهنتونی معلوم شم دبیک څخه می چپټرراواخیست پاڼی می ورته واړولی راوړولی اوچی کله ښه مطمین شوم چی ټولو ولیده بیرته می کیښود.



خوددی لپاره چی خبره ښه پخه کړم جیب ته می لاس کړ موبایل می راوویست اوپه لوړ اوازمی وویل:


سلام میرویسه څنګه یی ؟


دهغه دځواب منتظرهم نه شوم ومی ویل همالته په پوهنتون کی اوسه زه هم درځم .



ددی لپاره چی کریډت می ډیرمصرف نشی موبایل می بندکړ اوپه همدی سوچ کی وم چی چاته ووایم چی زماپه ځای په صنف کی حاضرووایی په همدی سوچونوکی دپوهنتونه دروازی ته ورسیدم دموټرڅخه ښکته شو .


خپل ځان می په دی ملامتوه چی ولی می په ځان دومره ناوخته کړ چی درس راڅخه تیرشو زه لاهمداسی دځان سره په جنګ اخته وم چی یوټولګیوال می راباندی غږکړ.


هلکه څه کوی داسی په چورتونوکی روان یی ؟



ماچی وروکتل ګورم چی زماټولګیوال دونو لاندی په چمن کی سره ناست دي ومی ویل هلکو څه کوی دلته راځی چی ځو ټولګی استاد به درس شروع کړی وي یوه یی په خنداوویل راځه کینه درس مرس نشته استادنده راغلی زه هم کیناستم لږ ورسته ټول ولاړشولو ترڅو دوهم ساعت ته ټولګی ته لاړشو مونږلاټولګي ته نه وه رسیدلی چی یوهمصنفی موغږ کړ هلکه چیری ځی استاد نده راغلی .


میرویس په خنداراغبرګه کړه هلکوځه که درس موونه وایه ساعت خوموتیرشو .


 لیکوال:عبدالرحمن الکوزی



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160