لومړۍ برخه:
ګل پاچا الفت
د مير سيد پاچا زوی او د سيد فقير پاچا لمسۍ په خټه سيد پښتون دی. په ‹١٢٨٧ھ› لمريز کال د لغمان د عزيزخان کڅ په يوه منوره اوستانه کورنې کښي دنيا ته سترګې روڼي کړې. په ‹١٣٥٦ھ› لمريزکال د ليندۍ د مياشتي په ٢٨ نيټه يې په کابل کښي د ابد لپاره له پاتې نړۍ نه سترګې پټې کړې ، او د لغمان په ولايت کښې په خپله پلارنۍ هديره کښي خاورو ته وسپارل شو.
ګل پاچا الفت خپلی زده کړی په کابل او ننګرهار پای ته رسولی دی چی د وخت مروجه علوم یی لکه: صرف، نحوه، تفسير، حديث، معاني او بيان او نور علوم یی په ښه توکه پای ته رسولی دی. الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجری شمسی کال کی د انیس د ملی ورځپاڼی په دفتر کی د کاتب په توکه مقرر شو.
په ۱۳۲۸ ه ش کال٬ د شورا په اوومه دوره کی٬ الفت صاحب دننګرهار د خلکو لخوا د وکیل په توکه وټاکل او په شورا کی د دویم معین په توګه وټاکل شو.
او دا هم د نوموړی الفت ځینی پاتی شوی آثار:
١- غوره نثرونه ٢- غوره اشعار ٣- نوی سبك ٤- نوی ادب ٥- ادبي بحثونه او نور...
مننه