دځنګلونو دوهلو څخه باید مخنیوی وشي

Posted on at




ځنګلونه چی دیوه هیواد طبیعی زیرمی ګڼل کیږي او داب وهوا ترڅنګ دهیوا دپه اقتصادکی هم مهم رول لري ځکه چی ډیر وچی میوی هم له دی ځنګلونو څخه په لاس راځی .



کونړ ولایت چی دافغانستان په ختیځ کی پروت دی دپاکستان له هیواد سره ګډه پوله لري پراخه ځنګلونه لري خو له ډیره وخته کیږي چی لکه دنوروولایتونو دځنګلونو په څیر ددغه ولایت ځنګلونه هم په غیر قانوني ډول سره دځینو زورواکو او سیمه ایزو اوسیدونکو له خوا وهل کیږي.اوپه ونو شنه غرونه یی اوس په سپیرودښتو اوکاڼو بدلیږي.


 


دافغانستان دکرهڼی اواوبولګونی وزارت دراپور په اساس په وروستیو څلویښتو کلونو کی تقریبا دافغانستان دنیم څخه زیات ځنګلونه له منځه تللي دي 


ددغه وزارت دراپور په اساس د افغانستان نژدی ۱،۷ میلونه هکتاره ځمکه په مختلفو ځنګلونو پوښل شوی وه خو اوس دغه اندازه ۷۵۰۰۰۰هکتاره ته راټیټه شوی ده چی کابو دنیم څخه زیات ځنګلونه له منځه تللی دي اوپه غیر قانوني ډول سره وهل شوي دي .


سره ددی چی دولت په وار وار سره دځنګلونو وهل منع کړي دي او اعلان یی کړی دی چی دلرګیو دقاچاق کوونکو سره به قانونی چلند وکړي خو لا تراوسه په دی اړه کوټلي ګامونه نه دي اخیستل شوي .


 


خوپوښتنه داده چی ولی دولت ونه شو کولای چی په دادومره کلونو کی دځنګلونو دوهلو څخه مخنیوی وکړي ؟ اوولی یی عاملین نه نیول کیږي اوقانون منګولوته نه سپارل کیږی؟


دډیروخلکو په اند چی دولتی لوړپوړی چارواکي هم دځنګلونو په قاچاق  کی لاس لري اودبډی اخیستو په بدل کی قاچاق وړونکو ته لار برابروي چی ځنګلونه ووهي او بیا یی قاچاق کړي .


ددوی په وینا که چیری حکومت له هغه کسانو سره چی دلرګیو په وهلو اوقاچاق کی لاس لري جدی عمل وکړي نو بی له شکه چی نوربه تری عبرت واخلي او دځنګلونه له وهلو څخه به مخنیوي وشي.



له بلی خو ځینی داسی هم یل کیږي چی قاچاق وړونکی په هغه سرحدي  لارو چی هلته حکومت شتون نه لري قاچاق کوي او ګاونډی هیواد ته یی لیږدوي.


خودلته نه یوازی داچی دولت مسؤل دی بلکی خلک هم مسؤلیت لري چی له خپلوطبیعي شتمنیو څخه په کلکه دفاع وکړي چی قومي شوراګانی ډیرمهم رول لري.


لیکوال:عبدالرحمن الکوزی



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160