په فیلم انکس کې ټول لیکونکي د خپل BuzzScores په اساس مزد ترلاسه کوي. د هغو لیکونکو BuzzScores چې د فیلم انکس د مطبوعاتو غړي وي د هغوي د لیکنو د کیفیت په اساس لوړ دی. نو په دې اساس د فیلم انکس د مطبوعاتو د یو لیکونکي مزد د یو عادي لیکونکي په پرتله زیات دی.
د انکس مطبوعات څه شی دی؟
د انکس مطبوعات یو پلټ فورم دی چې د مسلکي لیکونکو لپاره په ټولو برخو کې جوړ شوی دی. د انکس په مطبوعاتو کې، کولای شی د فیلم او بوختتیا، سیاست، روغتیا، د ورځې پیښې، سپورټ، ساینس، ټکنالوژي او لسګونه نورو موضوعاتو په اړه مطالب ولولی. د انکس د مطبوعاتو ټول مطالب د تدوین کونکي ټیم په واسطه بیا کتل کیږي او د هغوي له مینځه غوره کیږي. سربیره پر دې د فیلم انکس د معمولو همکارانو ډله له هغې میلمنو همکارانو نه چې په خپل برخه کې وړتیا لري هرکلی هم کوي.
که چیرې غواړی چې د انکس د مطبوعاتو لپاره لیکنه وکړی، مهرباني وکړی info@filmannex.com</a> ته په برېښنالیک لیږلو په دې برخه کې معلومات لاس ته راوړی.
لاندې د پیل مراحل تاسې ته تشریح شوي دي:
1- لومړنی کار چې باید وکړی په فیلم انکس کې نوم لیکنه ده. د خپل کارن نوم او پاسورډ نه په استفادې سیسټم ته دننه شی.
2- د خپل پروفایل د تکمیلولو لپاره هغه ته انځور، بیوګرافي او د اړیکې معلومات ورزیات کړی.
3- په "زما د انټرنټي ټلویزیون مدیریت" باندې په کلیک کولو خپل انټرنټي ټلویزیون تکمیل کړی ( دا تڼۍ کولای شی خپل د پروفایل په پاڼه کې په شین رنګ او یا هم په شین رنګ د ښی خوا په پورتنی برخه کې د ښه راغلاست په آبشاري مینو کې وګوری)
4- کله چې سیسټم ته دننه شوی، د "د ویبلاګ نوی پُسټ" تڼۍ باندې کلیک وکړی.
5- خپل ویبلاګ د ویبلاګ په ایډیټر کې ولیکی. کوښښ وکړی چې هغه ته عنوان ورکړی، مناسب لیبلونه وټاکی، د شتون په صورت کې هغه ته انځور/ یا ویډیو ورزیات کړی. اوس مهال، مونږ یوازې د فیلم انکس د فیلمونو د اضافه کولو اجازه ورکوو. کولای شی دا کار د www.filmannex.com نه د یو فیلم په ټاکلو ترسره کړی، د "ځای پر ځای کول" تڼۍ باندې کلیک وکړی،برابر شوی کوډ کاپي کړی او هغه د خپل ویبلاګ په ایډیټر کړکی کې ونښلوی.
6- خپل ویبلاګ تکمیل او خپور کړی!
7- خپل ویبلاګ ته په ټولنیزو شبکو لکه ټوییټر، فیسبوک او ګوګل+ کې پراختیا ورکړی.
اضافي نکات:
1- فیلمونه خپل انټرنټي ټلویزیونونو ته ځانګړي کړی: زمونږ د خلاصو فیلمونو له بانک نه یې وټاکی او یا له یو فیلم جوړونکی نه خپل انټرنټي ټلویزیون ته د هغه دفیلمونو د ورزیاتولو لپاره د اجازې ورکولو غوښتنه وکړی. تاسې کولای شی دا فیلم په خپل ویبلاګ کې شریک /لینک کړی.
2- خپل ویبلاګ په یو اړوند کال کې لکه "تحصیل"، "فرهنګ"، "روغتیا"، "سوداګری" او داسې نور کې کیږدی.
3- له مناسبو کلیدي کلاماتو نه استفاده وکړی او هغه څرګندې کړی دا کار ستاسې ویبلاګ ته د پلټنې د پایلو په سر کې ځای ورکوي، آیا ستاسې ویبلاګ د ۲۰۱۲ کال د ولسمشریزو ټول ټاکنو په اړه دی؟ نو له کلیدي کلماتو نه لکه "ولسمشریزې ټول ټاکنې"، "بارک اوباما"، "میټ رومنی" استفاده وکړی.