ژورنالستان چی په ټولنه کی مهم رول لوبوي او ډير دروند مسولیت په غاړه لري چی هغه دخلکو خبرول دپیښو څخه دي ځکه خلک حق لري هغه څه چی ددوی په ژوندپوری مستقیما یا غیر مستقیما اړه لري باخبره اوسي.
په هیوادکی دنوی اداری په راتګ سره دهیواددمطبوعاتو په تاریخ کی یونوی تحول راغی چی دهغه په نتیجه کی په ټول هیوادکی په لس هاو تلویزینونه ، رادیوګانی، ورځپاڼی ، اونیزي مجلی اونوری دډلییزو اړیکو وسیلی منځ ته راغلی چی دخلکو په ژوندکی ډیر موثری دي.
هرڅومره چی دمطبوعاتو لمنه پراخیږي په هماغه اندازه کارکوونکی هم ډیریږي .
سره ددی چی داساسي قانون او دډلییزورسنیو قانون له مخی ژورنالستان خوندي دي په دی معنی چی ژورنالستان داطلاعاتو ته دلاسرسي حق لري او څوک حق نه لري چی دهغوی په مخ کی خنډ جوړکړي. خو سره ددی بیاهم په هیوادکی وخت ناوخته دژورنالستانو سره دتاوتریخوالي خبرونه ورکول کیږي چی حتی ځینو ژورنالستان پکی خپل ژونددلاسه ورکوي.
تیر کال دیوی نړیوالی اداری دڅیړنو په اساس افغانستان یودهغه هیوادونوڅخه وه چی دژورنالستانو ژوند پکی له جدي ستونزو سره مخ وه.
په افغانستان کی دازادو او خپلواکو رسنیو څخه دملاتړ اداری (نی)په خپل یونوي راپورکی په هیوادکی دژورنالستانو ژوند داندیښنی وړبللی دی ددغی اداری دراپور په ی دتیرکال په پرتله دتاوتریخوالي پیښی ډیری شوي داساس سږ کال په ټول هیوادکی له ژورنالستانو سره دتاوتریخوالي له ۷۶ څخه زیاتی پیښی ثبت شوي ديي.
تیرکال ټولټال ۶۹ دتاوتریخوالي پیښی ثبت شوی وي دسږکال ژورنالستانو سره دتاوتریخوالي په پیښوکی دری دمرګ اوه دزخمی کیدو۲۴ پیښی ژورنالستانو ته دبدرد ویلو او له ۳۶څخه زیات وهلو اوتهدیدولو پیښی ثبت شوی دي.
دغه اداره وایی دژورنالستانوسره دتاوتریخوالي عاملینو ته دسزانه ورکول اوهغه جدي نه نیول ددی سبب ګرځیدلی دی چی په دغوپیښوکی زیاتوالی راشی.
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی