دهیواد دننه ټولنیزی شبکی او په ټوله کی تعلیم او روزنیزی چاری دطالبانو دحکومت له را پرځیدو وروسته شروع شوی دی که څه هم دهیواد په ولایتو نو کی هغه هم دولایتو نو تر مرکزونو پوری محدود وو له پخوا راهیسی جریان لری مګر په هغه وخت کی لری پرتی سیمی دتعلیم او نورو روزنیزو پروګرامونو څخه لری پاتی وو دا خو لا پریږه چی دکابل په ځینو ولسوالیو کی هم لا دغه زمینی نه وی برابری چی تعلیم وکړی .
په ۲۰۰۱ لمړی کال کی چی کله نوی موقعتی اداره جوړه شوه او ورسره دنړیوالی ټولنی مرستی هم زمونږ هیواد ته راغللی نو په هره برخه کی پرمختګونه راغلل او ښوونځی دهیواد په ګوډ ګوډ کی پرانیستل شول اوس تقریبا دولس کاله کیږی او شاوخوا لس نیم میلیونه زده کوونکی په ټول هیواد کی په درسونو بوخت دی.
یوازی څوکاله کیږی چی ټولنیزی شبکی هم په هیواد کی را پیداشوی دی لکه فیسبوک تویتر اوداسی نوری مګر ددی شبکو له راتګ سره یوه ویره هم دخلکو په منځ کی را پیدا شوی او ځینی خلک داسی فکر کوی چی نوموړی شبکی ځوانان له درسونونه لری بیایی او داددی سبب کیږی چی دځوانانو شوق له درس سره کم شی.
ددی پرخلاف ټولنیزی شبکی نه یوازی داچی ځوانان له درسونو لری نه ساتی بلکه دځوانانو سره مرسته کوی تر څو ډیر څه له دغو شبکو زده کړی او هم یوه ښه منبع وی دمعلماتو او درسی موادو دراټولولو لپاره که اوس دهیواد په ټولو پوهنتونونو کی پوښتنه وکړی نو نتیجه به داوی چی اوس دپوهنتون ټول زده کړیالان خپل دضرورت وړ مواد له همدغو شبکو رااخلی او اهیواد په کچه ټول ټال ۴۰ سلنه وګړی انټرنټ ته لاسرسی لری چی تمه کیږی دغه فیصدی راتلونکی کال ۸۰ ته ورسیږی او دا دهیواد دمعلماتی ټکنالوژی یوه ستره لاسته راوړنه ده.