غزنی ولایت

Posted on at


 


غزنی ولایت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت ده او د دي ولایت مرکز د غزني ښار ده او غزنی ولایت یو له مرکزی ولایتو څخه شمیرل کیږی غزنی ولایت د غزنویان پایتخت وو چی په سویل لویدیځ د پلازمینه د لویه لاره د کابل او قندهار په ۱۴۵ کیلومتری کی پروت دي




غزنی ولایت ۱۶ ولسوالی لری چی په لاندی ډول دي:


۱ – د بهرام شهید ولسوالی ۲ – جغتو ولسوالی


۳ – ناور ولسوالی           ۴ – اجرستان ولسوالی او مرکز یی سنګر ده


۵ – جاغوری ولسوالی چی مرکز یی سنګ ماشه نومیږی.


۶ – د مقر ولسوالی چی مرکز یی خپله مقر ده.


۷ – غزنی ولسوالی چی مرکز یی غزنی ده.


۸ – ناوه ولسوالی چی مرکز یی ناوه ده .


۹ – آب بند ولسوالی چی مرکز یی حاجی خیل ده .


۱۰ – ګیرو ولسوالی چی مرکز یی پناه ده .


۱۱ – قرباغ ولسوالی


۱۲ – اندړ ولسوالی چی مرکز یی میری ده.


۱۳ – ده یک ولسوالی


۱۴ – زنه خان ولسوالی چی مرکز یی دادو ده .


۱۵ – ګیلان ولسوالی چی مرکز یی جنده ده.


۱۶ – مانستان ولسوالی.




د غزنی ولایت اوسیدونکو ته غزنوی یا په عامی که غزنیچی ورته وایی د دی ولایت جغرافیایی موقعیت د بحر څخه ۲۲۱۹ متره لوړوالی لری.


په غزنی کی د یو شمیر تکړه شعراو او دانشمندانو مقبری شته ، د غزنویانو د پایتخت زوړ ښار د شمال ختیځ د ۵۰۰۰ متری په فاصله له دی ښارنه فاصله لری . په غزنی کی یو شمیر ستوری ډوله مناری له ۱۲م پیړی څخه تر اوسه مشهوری دی.


له دی منارو څخه یو هم د بهرامشاه جومات دی چی تر اوسه پاتی ده د دی مناری شاوخوا په هندسی طراحی باندی جوړ شوی ده چی د بعضی منارو سرونه لږ لږ خرابه شوی دی .


په غزنی کی۵۰٪ پښتانه ۳۰٪ تاجک ۱۵٪ هزاره او ۵٪ هندوان ژوند کوی


د غزنی د ښار ښکلی ځایونه په لاندی ډول دی.


۱ – د غزنین ماڼی


۲ – د غزنی مناری


۳ – د سلطان مسعود غزنوی ماڼی


۴ – د سبکتګین مقبره


۵ – د سلطان محمود غزنوی مقبره


۶ – سنایی غزنوی مقبره


۷ – د سردار تپه


۸ – د غزنویانو د دوری ښکی او د لیدو ځایونه




۹ – د پیروزی باغ د هغه باغ ده چی غزنویانو په کی میلی کولی او رسمی تشریفاتی محفلونه خصوصا د سلطان مسعود په وخت کی نیول کیده او د سلطان محمود قبر هم همدلته په همدغه باغ کی د خپل وصیت له مخی خښ ده.


۱۰ – باغ صد هزاز یا باغ صد هزاره


۱۱ – د محمودی باغ دهغه باغ ده دی چی غزنویانو د سلطنت په وخت کی د شرابو او عیاشی ځای وه.


۱۲ – باغ هزار درخت چی دا باغ سلطان محمود غزنوی جوړ کړی وه


ليكوال: محمد الله رومل ستانکزی



About the author

160