دافغانستان طبیعی زیرمی

Posted on at




دوهمه :برخه نفت اوګاز


په افغانستان کی دنفت اوخصوصا دپطرولو په برخه کی څیړنی له ۱۳۱۴لمریزکال راهیسی پیل شوي دی که څه هم په هغه ډول چی باید پوره څیړنی شوي وای ندي ترسره شوي خوبیایی هم څه ناڅه پایلی لرلی دي


لومړنی امریکایی شرکت وه چی په ۱۳۱۵لمریزکال American Inland Exploration Company  


کی یی دشیل نفت لرونکی طبقی دهیواد په شمالي سیمو کی وموندلی چی وروسته یی ځينی نوری نفت لرونکی سیمی لکه دارغنداب اوکټواز په وادیګانوکی چی دهیواد په جنوب اوجنوب ختیځوسیموپوری تړاو لري وموندلی


همدارنګه په ۱۳۳۳لمریزکال کی یوی سویډنې کمپنی دسرپل په سیمه کی خپلی پلټنی پیل کړې چی ښی لاسته راوړنی یی لرلی دي



په لنډه توګه ځينی مهمی ذخیری په لاندی ډول درپیژنو


دانګوټ دنفتو سیمه


دغه سیمه چی دشمالي عرض البلد په ۳۴ درجو او ۲۰ دقیقو او دختیځ طول البلد د۶۵درجواو ۵۹ دقیقو ترمنځ دسرپل ښار په جنوب ختیځ ۸ کیلومتری کی پرته ده ددغی سیمی دنفتوپه اړه په لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۲ لمریزکال کی پلټنی پیل شوی


دانګوټ دغره پلټنی اوبرمه کاري دیوی سویډنی کمپنی له لوري په ۱۳۳۵لمریزکال کی پیل شوی دانګوټ نفت لرونکی طبقي د۱۱۰۰څخه تر ۱۲۰۰متروپوری ژوری دي



داق دریا نفتی ساحه


دغه ساحه دسرپل ښار جنوب لوري ته په لس کیلومتری کی پرته ده چی جیولوژیکي چاری لومړی ځل په ۱۹۵۸-۱۹۵۹ میلادي کالونوکی سرته ورسیدی لومړی څاه یی دګنبدپه برخه کی تر۱۸۵۰متروپوری ژوره وکښل شو ددغی سیمی دنفتوذخیره ۱.۲۸میلونه ټنه تثبیت شوی د ه


دقشقری دنفتو ساحه


دغه ساحه هم دسرپل په ولایت کی موقعیت لري چی دسرپل ښار په ۱۲ کیلومتری کی جنوب خواته دانګوټ ذخیری په جنوب لویدیځ ۱۰ کیلومتری پرته ده چی په ۱۹۷۶میلادي کال کی برمه کاري شوه دبرمه کاري ژوروالی تر۱۵۰۰متروپوری دی داستخراج وړذخیره یی ۶.۸میلون ټنه اټکل شوی ده


بازارکمي نفتو ساحه


دغه ساحه دشبرغان ښارپه ۵۳ کیلومتری کی جنوب لورته پرته ده چی دسرپل ښآر څخه ۲۵کیلومتره لری ده په ۱۹۷۶میلادي کال کی یی پلټنی پیل شوی چی مجموعي ډول سره ۸ حلقی څاه ګانې د ۱۵۴۰ مترو په اندازه برمه شوی دي



دزمردسای نفت لرونکی سیمه


دغه ساحه دشبرغان ښارپه ۶۰کیلومتری جنوب لویدیځه خواکی پرته ده دزمردسای دینامیکي ساحه دسایزمیکي معلوماتوپه اساس په ۱۹۷۱میلادي کال کی کشف شوه


ددغی سیمی اقلیم وچ اوبری دی ژمی یی سوړاواوړی یی ګرم دی ددغی پراخی ساحی لوړوالی د۳۵۰ څخه تر۱۰۰۰متروپوری په تغیرکی دی


په ۱۹۷۹کال کی یی لومړنی څاه د۲۱۲۶متروپه ژوروالي سره وکیندل شوه جیولوژیکي ذخیره یی ۹.۱۹۵ میلونه ټنه اټکل شوی ده خو داستخراج وړ ذخیره یی ۳.۴۰۰میلون ټنه دی


راټولوونکی:عبدالرحمن الکوزی


منبع:دافغانستان عمومي جغرافیه دپوهاندمحمدظریف تڼیوال اثر



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160