د افغانستان، منځنی او سهیلی اسیا د زدکړی او سوداګریز تبلیغاتو چاری ما له خپلی میرمنی سره د لومړی ځل لپاره ۱۰ کاله لمخه په یوه هوتل کی ولیدل. دی د تبلیغاتو په برخه کی کار کاوه او موږ هم د کالیو کار له پخوا نه درلوده او تبلیغاتو ته اړتیا هم وه، ما دا فکر وکړ چی موږ که یو ځای کار سره وکړو نو دوړو ته به ګټور وی.
تبلیغات څه دی ؟ دا پوښتنه هر وخت ما ته یوه ارزښتناکه موضوع وه چی تبلیغات ولی دونه توان لری؟ وروسته بیا زما میرمنی او د دی په هکله فکر ما ته وښووه چی تبلیغات په رښتیا هم چی ډیر ارزښتناکه کار دی. د دی پلار هم د تبلیغاتو کار کاوه، تبلیغات زما په نظر هغه میلیارودنه دالری دی چی په نړی کی تری ګټه اخیسته کیږی.
په اعلان او تبلیغاتو کی اوس مهال کاغذی ورځپاڼی ښه حالت نلری ځکه چی خپل ځای یی تر ډيره حده انترنتی رسنیو ته ورکړی دی. تر ۲۰۱۱ هم پوری دا بدلون ډیر نه په ګوته کیدو مګر اوس تا ثابته شوی ده چی انترنتی رسنیو د پخوانیو رسنیو ځای نیولی دی.
په خواشینی سره باید ووایم چی په تلویزیونو کی او په نورو رسنیو کی د اصلی خپرونو ځای تبلیغاتو نیولی دی او په هره رسنی کی لومړی مقام اعلانات لری.
د تبلیغاتو زور ډیر دی او موږ کولای شو چی دا توان په مثبته لارو کی وکاروو. د تبلیغاتو مثبت اغیزه کولای شی چی د هغه هیوادونو چی د پرمختګ به لاره کی دی دیره مرسته وکړی، خان اکادمی یو ډیر ښه مثال دی چی د تعلیم تر څنګه، زدکړه او اقتصادی مرستی او برمختګ هم زدکونکو ته برابروی. په دی حالت کی به دیر بی وزلی کورنی دا کوشش وکړ ی چی خپل اولاد په دی اکدمی کی شامل کړ یی او ښه زدکړی خپلو بچیانو ته مهیا کړی .
نن په نړی کی د تبلیغاتو په برخه کی ویدیوګانی دیر تاثیر او اغیزه لری او موږ هم دا کوشش کوو
چی دیری ښی او مسلکی او ګټوری ویدیوګانی په خبل سایت کی کښیږدو چی هم زموږ تبلیغات ورسره خپاره شی او هم د لیدونکو لپاره ښه او ګټور مثبت سرګرمی وی چی د سرګرمی تر څنګ دو ی له ویدیو ګانو یو څه زدکړی هم کړی.