ښوونکی

Posted on at


ښوونکی


ښوونکی : ښوونکی هغه شخص دی چی شپه او ورځ یی په تعلیم په ورزده کولو کی بیروی او ډیر زحمت او زیار وباسی ښوونکی هغه څوک دی چی خپل ماغزه اوبه کوی ژوند او خپل وخت په تدریس کی تیروی


.


ښوونکی هغه څوک دی چی خپل ځان دیو شمع غوندی سوزوی او نړی روښانه کوی ښوونکی هغه څوک دی چی د نورو د تعلیم او زده کړی لپاره له هر ډول مشکل سره مقابله او مبارزه کوی او هر ډول کوشش کوی چی یو ښه زده کوونکی یوی کورنی یوی جامعی او یا هم یوه هیواد ته وړاندی کړی چی ښوونکی د علم ښودونکی ده او علم هغه شی دی چی د یو انسان د دنیا او آخرت د نیکمرغی سوکالی او کامیابی سبب کیږی



ښوونکی هغه مهربانه انسان دی چی له خپل زده کوونکی سره د یو اولاد په څیر چلند کوی او د یو مور او پلار په څیر مهربانه دی .


ښوونکی هغه هغه څوک دی چی پرته له هغی څخه انسان د جهالت په تورو شپو کی وی او د ژوند په اصلی تیارو یعنی بی سوادی هغوی احاطه کړی وی او د علم د روښنایی څخه لری پاتی وی پس ښوونکی ده چی موږ د خپل علم په واسطه د جهالت له تیارو څخه ساتی


.


لکه څرنګه چی معلمی یوه مقدسه وظیفه او دنده ده چی زموږ د ګران پیغمبر څخه یعنی حضرت محمد مصطفی (ص) څخه په میراث پاتی دی او پیغمبر (ص) معلمی یو ډیر معتبر او ډیر نیک کار بللی دی ځکه چی د نورو سره مرسته کول د علم په برخه کی تر ټولو زیات نیک کار دی ځکه انسان د دنیا له جهالت او تیارو څخه یی ساتی په تیره بیا د اسلام د مبارک دین په زده کړه چی یوازی ښوونکی کولای شی موږ د علم سره آشنا کړی او د علم په واسطه له الله (ج) او داسلام د مبارک دین سره آشنا کیږو .


ښوونکی یوه الهی تحفه ده چی حضرت محمد (ص) لومړنی ښوونکی وو چی تر اوسه پوری ماشا الله بی شماره مسلمانان د هغه له کړنو او اعمالو څخه پیروی کوی چی نور د پیغمبر (ص) امت دده په قدمونو روان دی او د ښوونکی دنده په غاړه اخیستی ده .


پس پر موږ لازمه ده چی تر څو کولای شو د خپلو ښوونکو احترام وکړو او د ژوند په ټولو چارو کی د هغی احسان منده او همیشه هغوی ته دعا وکړو


.



About the author

160