اسلام د وروروالۍ دین

Posted on at


د خلکو متقابله اړیکو مابینځ کی د یو بل سره٬ وروروالۍ یو د ډیر لوړو مقام او نیږدی اړیکو نه د مینه لپاره د یو بل سره دی او د مومنانو اړیکی هم د وروروالۍ په توکه باندی په همدی خاطر باندی د همدغه اړیکی ژور ښکارونکی دی.

خدای پاک په خپل کلام کی یی فرمایلی :‌«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ» (د الحجرات سوره ـ ۱۰) (په حقیقت کی مومنان د یو بل سره وروران دی.)


او هم د جعفر صادق (علیه السلام) نه روایت شوی دی چی: (یو مومنه انسان د بل مومنه مسلمان سترکه او د ښوونکی دی. ورته خیانت نه کوی٬ ورباندی ظلم نه کوی٬ چل ورسره نه کوی او ژمنه یی نه ماتوی.)
پیامبر (ص) هم فرمایلی دی: (مومنان د یو بل وروران دی وینه یی برابره او د یو بل په وړاندی یوځای او یو غږ دی.)



په دغه توکه باندی پایله نیولی شو هغه شی چی د ټولنیز اصلی مسوولیت ورباندی ولاړ کیږی٬ د هماغه ټولنه یووالی ده چی لکه یو ځان٬ که د ټولنه کوم ستونزه ووینی باید ټول د هغه ستونزی په حل کولو کی خپل ځان مسووله وګڼی٬ او د هغو حل کولو لپاره خپل هلی ځلی وکړی. نه دا چی ووایی پر ما یی څّه٬ دا خو ماته کومه اړه نه لری٬ نه دا ټولو ته اړه لری چی باید د خپل ټولنۍ ستونزی حل کولو کی خپل ځآن ګدون وشمېری.


د یوی ټولنۍ غړی٬ لکه د یو کورنۍ غړی غوند دی او د یو کورنۍ یووالی٬ همکاری او وروروالۍ شکل نیسی چی باید لکه د ورور غوندی یی د خپلی ټولنۍ غړیو ته دی کمک وکړی.


د ټولنۍ وجدانی تصور٬ دا دی چی ټولنه د احساسی مسوولیت٬ یووالی٬ همکاری او وروروالی په اساس باندی ولاړه ده٬ دارنکه یوواله او د یوه زړه لروونکی ټولنه د یو بل سره اړیکه لری او هر یو د ټولنۍ غړی په هماغه ډول چی خپل ځان د خپل ستونزی مسوول ګڼی د خپل ورور او همغړی ستونزی مسوول هم ګڼی.



مسلمان انسان د ژوند کار او بار او مسوولیتونو ستونزو سره یوازی نه مخامخ کیږی٬ دغه مسوولیت ټول مسلمانان په یووالۍ توکه باندی په غاړه لری. هر یو مسلمان د هر یو مسلمان مسوول دی او هر مسلمان دغه حق د خپل بل مسلمان په غاړه باندی لری چی د هغه ستونزو او مسوولیتو سره چی مخامخ کیږی بل مسلمان باید هغه حمایت او کمک یی کړی٬ او هم په هماغه توکه باندی د نورو مسلمانانو مسوولیت هم په غاړه لری.


د اسلامی قواعدو لیدلو سره ویلی شو چی د حقوقو او مسوولیتونو مسئله یو د ځآنکړی مسایلو نه د مسلمان امت په چوکات کی ګڼل کیږی.



ګرانو لوستوونکو٬


زما د انکس فلم نورو لیکو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:


http://www.filmannex.com/Enayatullah/blog_post


عنایت الله مایار



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160