ژمی

Posted on at


ژمی
زمونږ د ګران هیواد افغانستان آب و هوا داسی ده چی په څلورو فصلونو باندی ویشل شوی ده او هر فصل یی ځانته ځانګړی هوا او ښکلاوی لری چی هغه څلور فصلونه عبارت دی له : پسرلی ، اوړی ، منی او ژمی دی


.
ژمی د څلورو فصلونو وروستی فصل دی چی د ډیرو ښکلا منظرو جوړونکی دی چی په دی فصل کی هوا ډیره سړه وی او زیاتره بارانونه ، واوری اوری چی ټول چاپیریال د واوری سپین رنګ یی ځانته غوره کړی وی چی د همدغه واورو او اورښتونو له برکته د سمندرونو ، سمندرګیو ، ویالو او د ځمکی لاندی اوبه له دی اورښتونو څخه تغذیه کیږی چی د وچکالیو مخه نیسی او د موجوداتو ژوند ته د ادامی وړتیا ورکوی .
لکه څرنګه ژمی یو ښکلی فصل دی او ډیر یخ پکی وی له همدی امله ځینی بی وځله خلک ددی له امله چی د سون موادو د نه شتون له کبله له همدی کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی او یا هم د با کیفیته سون موادو د نه شتون له کبله له نورو موادو څخه ګټه اخلی لکه پلاستیک او بی کیفیته ګازچی ځینی وخت د دوی څخه د ژوند اخیستلو سبب کیږی .
ددی تر څنګ لکه څرنګه چی په ژمی کی سرکونه کنګل وی او یا هم د زیاتو واورو له کبله بیخی بند وی نو له همدی کبله ځینی هغه ناروغان د دی کبله چی هلته نږدی روغتون نه لری نو ځینی خلک خپل ژوند له لاسه ورکوی .
او ځینی وخت د زیاتو واورو د اوریدو له امله واوری او کنګلونه ښویږی او د خلکو څخه ډک موټر او کورونه تری لاندی کیږی چی د زیاتو خلکو ژوند اخیستلی شی پس لازمه ده چی د خپل ژوند د ادامی لپاره د ژمی په فصل کی لازم ترتیبات ونیسو تر څو له دغه ډول ناوړو پیښو څخه مخنیوی وشی یعنی د ژمی په فصل کی ځان وساتو یعنی ګرمی جامی واغوندی او له با کیفیته سون موادو څخه ګټه واخلی او د موټر لپاره د چینونو څخه ګټه واخیستل شی تر څو د انسانانو ژوند د بقایا سبب شی


.


TAGS:


About the author

160