الله (ج) تر ټولو ښه او مهربانه ساتونکی دی

Posted on at


الله (ج) تر ټولو ښه او مهربانه ساتونکی دی
الله (ج) تر ټولو لوی او مهربانه ذات دی چی د ټولو موجودات پیدا کوونکی او ساتونکی دی الله (ج) بی نیازه ذات دی چی په هر شی باندی قادر او توانا دی او همیشه د الله (ج) قدرتونه د لیدلو وړ دی او الله (ج) همیشه د خپلو مومنو بنده ګانو ساتنه کړی ده چی ښه بیلګه کولای شو د رسول اکرم (ص) او او ابوبکر صدیق (رض) داستان دی .
کله چی حضرت محمد (ص) په څلویښت کلنی کی په پیامبری مبعوث شو نو پر هغه باندی وحی نازله شوه تر څو خلک د یکتا پرستی پاک دینی او نیکو اعمالو ته یی دعوت کړی


.
نو د مکی زیاتره خلکو د هغه خبری ونه منلی او د هغه سره یی په دښمنی کولو پیل وکړو نو الله (ج) رسول اکرم (ص) ته امر وکړ چی مدینی منوری ته هجرت وکړی نو رسول اکرم (ص) او ابوبکر صدیق (رض) په پټه توګه د مکی څخه بیرون شول کله چی مشرکین خبر شول نو د هغوی په تعقیب کی شول پیامبر (ص) او ابوبکر صدیق (رض) د مدینی په لاه کی د غار ثور چی د هغه غره په لمنو کی چی د مکی او مدینی منوری تر منځ پروت دی هغه غار ته ورننوتو نو په همدی وخت کی الله (ج) تارکشکه مأموره کړه تر څو د غار خوله په خپلو تارونو وپوښی او رسول اکرم او ابوبکر صدیق د مشرکانو څخه وساتی او ددی ترڅنګ الله (ج) دوی کفتری هم راولیږی تر څو د غار په څنګ کی خپله لانه جوړه کړی


.
او هغه خلک چی د پیامبر (ص) او ابوبکر صریق (رض ) په لټه کی وو د سوری څنګ ته راغلل په داسی توګه کچیری مشرکانو خپلو پښو ته کتلی وی نو د الله رسول او د هغه ملګری به یی لیدلی وی اما الله (ج) هغوی ته اجازه ورنه کړه تر څو هغوی ونه وینی او په دی ځای کی اشتباه کوی کله چی د تارکشکی تارونو ته ګوری نو د ځان سره وایی : آیا امکان لری چی څوک دی غار ته ننوځی او د تارکشکی تارونه همداسی جوړ پاتی شی او غوڅ نه شی ؟ په داسی حال کی چی حضرت محمد (ص) او ملګری یی د سوری په منځ کی وو ابوبکر صدیق (رض) د مشرکانو پښو ته کتل او وویل : ای د الله رسول که هغوی خپلو پښو ته وګوری نو موږ وینی رسول اکرم (ص)ځواب ورکړ : ای ابوبکره خفه مه اوسه ځکه چی الله (ج) زموږ سره دی او زموږ ساتنه کوی .



About the author

160