جرګی او لویی جرګی د ستونزو د اورولوعنعنوی لار

Posted on at


جرګی او لویی جرګی د ستونزو د اورولوعنعنوی لار


که چیری دګران هیواد له حماسو ډک تاریخ ته نظر واچوو را څرګنده به شی چی زموږ ویاړلی او سر لوړی تاریخ پخپله سینه کی ډیری پیښی ،واقعی او حماسی را نغښتی او ډیری لوړی او ژوړی شاته پری ایښی دی


زموږ اتلو او وطن پالو ولسونو د خپل تاریخ په اوږدوکی داسی حماسی او کارنامی هست او را منځ ته کړی او دا هغه درسونه او عبرتونه دی چی زموږ د تاریخ ویاړلی پانی او زرین بابونه جوړوی.


چی دغو تیرو ویاړنو او افتخاراتو ته په پاملرنی د خپل ګران هیواد د نن او سبا دندی درک او هغه په رسالت مندی تر سره او ادامه ورکړو، څرنکه چی په ګران هیواد کی د سولی اوامنیت د ټینګښت دهیواد د بیارغاونی او د دموکراسی د تحقق او پراختیا د پوځی ځواکونو پراختیا پیاوړتیا او سمبالښت چاری یو په بل پسی موثرانه ادامه لری چه بیله شکه زموږ د هیواد د ابادی او پرمختیا او ولس د سوکالی په لاره کی جوړونکی اوټاکونکی نقش لری .


اوس چی د سولی او سیمه ایزامن دجرګی د جوړیدو لپاره هڅی ګړندی شوی حکومت او ولس ددی جرګی د جوړیدو پخاطر لازم تدبیرونه نیولی او پدی اړه په ګټورو اقداماتو لاس پوری کړی او دا پروسه په جدیت ادامه لری .


هیله ده چی دسولی او سیمه ایزامن دا جرګه به په ګران افغانستان اوسیمه کی د سولی او ثبات د ټینګښت پخاطر جوړونکی او موثری پریکړی وکړی .


اود ترهګری خلاف مبارزه کی به داسی چاری وسنجوی چی وکولای شی په سیمه کی د سولی اوثبات شرایط برابر او تضمین کړی .


دجرګی اهمیت ته پاملرنی سره باید ووایو چی زموږ په ګران وطن کی جرګی او لویی جرګی اوږد ویاړلی اوبرخلیک ټاکوونکی تاریخ په اوږدو کی هر کله چی هیواد او ولس د حساسو پیښو او واقعاتو سره مخامخ شوی نو بیایی د وخت د غوښتنو اوضرورت پر اساس جرګو ته مراجعه اومخه کړی جرګی یی رابللی تر څو رامنځته شوو ستونزو اوپیښو ته د جمعی تفکر سلا او مشورو په ترڅ کی دحل لاری او لوری پیدا او پریکړی کوی چی په پایله کی دا جمعی اوسنجول شوی پریکړی او فیصلی بیادټولو لپاره د تایید او تطبیق وړدی نه یوازی چی له هغو څخه بیا هیڅوک سر غړونه نه کوی بلکی صادقانه او فعالانه د هغو د فیصلو په ارتباط هدفمند اقدامات اواجراات کوی جرګی چی په هیواد کی اوږده تاریخی سابقه لری د خپل ابتدا یی جوړښت څخه نیولی بیا تر معاصر او اوسنی مهال پوری ټولنیزو سیاسی او اقتصادی تحولاتو په برخه کی پرمختلونکی او انسجام ورکوونکی رول ترسره کړیدی یادونه باید وکړو چی په لرغونو زمانو کی اریایانو د ټولنیز ژوند د چارو د سمون پخاطر لومړنی منظمی موسیسی جوړی او رامنځ ته کړی چی دا جرګی یی د سبها او سمیتی په نومونو او لدی لاری دخپل ژوند چاری سمبال او دپرمختګ لورته یی دوام ورکړی چی د جرګو مختلف پړاونه طی او شاته پری ایښی دی


.


اوس مهال تر ټولو مهمه خبره په هیواد کی د سراسری سولی او ثبات ټینګښت د ځمکنی بشپړتیا،خپلواکی ،ملی حاکمیت او ملی مصالحو کلکه دفاع او ساتنه زموږ ملی او تاریخی وجیبه اودین ګڼل کیږی چی زموږ توریالی ولسونه او اتله ملی اردو تل او هرآن چمتووالی لری چی اړوند تاریخی اوملی دندی په وطن پالنی او سرښندنی سره ترسره او ادامه ورکړی .



About the author

160