د حج سفر

Posted on at


د حج سفر
زموږ سپیڅلی دین پنځه بناوی یا ستنی لری چی په ترتیب سره (د توحید کلمه ، لمونځ، روژه ،زکات ،حج)دی چی کچیری یو مومن دغه ستنی ودروی نو د کامل ایمان خاوند کیږی حج په هغو اشخاصو فرض دی چی کچیری مخکینی څلور شرطونه یی پوره کړی وی نو پدی صورت کی د حج اداء کول پری فرض دی چی مسلمانانو ډیره هیله لری چی حج ته یو مقدس سفر ولری .
د حج کولو تګلاری



لومړی مرحله کی د حج سفر له (میقات) څخه پیل کیږی او مخصوص سپین کالی چی د (احرام )په نامه یادیږی اغوندی او مقدس جومات ته ځی او کعبه شریفه په شاوخوا کی اووه ځلی قدم وهی یعنی (طواف) ترسره کوی کله چی طواف خلاص شی نو د (صفا او مروا)د تپو تر منځ اووه ځلی قدم وهی او وروسته د هغی څخه (مینی )ته ځی او هلته شپه تیروی او پنځه وخت لمونځ اداء کوی او وروسته د هغی څخه عرفاتو ته ځی او ټوله ورځ د عرفاتو په غونډی تیروی او د لمر ته لویدو څخه وروسته (مذدلفه) ته ځی او په (مذدلفه )کی د سهار تر لمانځه پوری هلته پاتی کیږی او کله چی د لمر ړنا خپره شی نو د (مینی )په لوری حرکت کوی او د لاری په اوږدو کی کوچینی ټوټی د تیږو ټولوی او له دغو کوچینیو تیږو څخه د هغو پایو یا ستونو چی د شیطان نشان ښیی په تیږو یی ولی وروسته د هغی څخه نارینه خپل سرونه کلوی او ښځینه د خپلو ویشتانو څوکی اخلی او مخصوص سپین کالی (احرام) وکاږی او وروسته بیا اووه ځلی د کعبه شریفی په شاو خوا کی قدم وهی او او فردی طواف اجرا کوی او بیا اووه ځلی د (صفا او مروا ) د تپو تر منځ قدم وهی او بیا (مینی ) ته راځی او د دریو ورځو لپاره هلته پاتی کیږی چی د دریمی ورځی په پای کی اووه ځلی بیا د کعبع شریفی په شاوخوا کی قدم وهی او آخری طواف تر سره کوی او په دی توګه حج خلاصیږی


.
د حج ګټی
حج یو له سترو عباداتو څخه دی چی ویل کیږی هغه شخص چی حج په سمه توګه پرته له کوم جنګ او بد اخلاقی څخه ترسره کړی نو داسی له ګناهونو څخه پاک کیږی لکه د مور څخه چی نوی زیږیدلی وی او هغه شخص چی حج اداء کړی نو د اسلام د مبارک دین پنځمه بنا یی پر ځان تطبیق کړی دی او د الله (ج) اوامر یی پر ځان منلی دی چی په الله(ج)باندی دغه مومن بنده ډیر ګران وی او د اعمالو نتیجه یی جنت دی


.



About the author

160