بهرنی ځواکونه په افغانستان کی د سولی ساتونکی او د زدکړی مرستندوی دی

Posted on at

This post is also available in:

زه په کال ۱۹۶۸ په ایټالیا کی زیږیدلی یم. کله چی عسکری د ۱۲ میاشتو لپاره هر چا ته لازمی وه، زه ۱۹ کلن وم او عسکری ته لاړم، فقط ۴ میاشتی می خدمت وکړ ځکه چی زما اوږه په یوه د جودو مسابقه کی خوږ شوی وه نو له عسکری معاف شوم. ما د جودو تور کمربند د ایتالیا په یوه ملی مسابقه کی تر لاسه کړی ده. زما د ژوندانه یو ډیر ښه درس هغه ۴ میاشتی عسکری ده. له هغه نه پس، ما په امریکا کی خپل تجارت پیل کړ.



یو کال مخکی زه له (جاناتان) سره معرفی شوم، دی یو له دریایی سرتیرونه دی، د ده په مرسته ما له ډیرو سرتیرو سره وکتل. دوی د افغانستان په اړه ډیر موضوعات راسره شریک کړل خصوصآ د ځوانانو د زدکړی په برخه کی.نو زما علاقمندی هم په افغانستان کی د شوونځیو په جوړولو کی ډیره شوه او له رویا محبوب او فرشته فروغ سره می دا کار پیل کړ. او د انترنت او کمپیوتر ډير ټولګی مو جوړی کړی. ما له هغه سرتیرو سره چی په افغانستان کی مسوولیت لری هم په دی برخه کی خبری کړی د ی.



موږ باید دا توان او وړتیا ولرو چی فرصتونه له لاسه ورنکړو، او په هر حالت کی باید له فرصتونو ډیره ښه ګټه واخلو په خاصه توګه که دا فرصتونه د زدکړی به برخه کی وی. ما له کپیتان ادوارد سره یوه لیدنه درلوده، کپیتان هغه کس دی چی د انګریزی ژبی ښوونکی، د افغانستان د مصور ضرب المثلونو لیکوال او د افغانستان د ریاست جمهوری مشاور دی. ادوارد په دری ژبه هم خبری کولای شی. دی هغه پوځی کس دی چی کولای شی د افغان ځوانانو د زدکړی په برخه کی ډیره ښه مرسته او همکاری وکړی.


اوس د دی وخت را رسیدلی دی چی سوله ساتی او نور کورنی او بهرنی سرتیری په افغانستان کی سربیره پر دی چی په نظامی برخو کی بوخت دی باید د زدکړی په برخه کی هم ونډه واخلی. څرنګه چی په اروپا کی هم له دوهم نړیوالی جګړی وروسته سرتیرو همدا شان کړی وو.



دا چی (زیلیم) د یو فکری رهبر په توګه کولای شی فعالیت وکړی ځکه چی په هر هیواد کی له جګړی نه وروسته باید جی د زدکړی په برخو کی کار وشی. رویا محبوب او فرشته فروغ هغه کسان دی چی په افغانستان کی د ټولګیو په جوړولو کی یی له فلم انکس سره همکاری کړی ده او دوی غواړی چی په دی هیواد کی پوهه پرمختګ وکړی. د دی پرمختګونو په مرسته په افغانستان کی سوله او امنیت ټیګیدای شی.



To Read English Topic Click Here



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160