دبیوزلو حق ضایع کوی اوپه واسطه یاپیسو حج ته دتلو چانس برابروی

Posted on at


 


حج داسلام دپنځه بناوو له جملی څخه دی چی دغه پنځه بناوی کلمه لمونځ روژه زکات اوحج په هر هغه انسان چی لمړی ځل کلمه ووایی فرض کرځی خوبیادغه بناوی هریوه په خپل ځای ځینی شرایط لری دکلیمی له ویلو وروسته هغه ته دمسلمان خطاب کیږی نوپکارده چی ټول هغه اوامر چی اسلام یی پری امر کوی هغه پرځای اوله هغه څه چی منع کیږی نوډه ډه دی تری وکړی.


 


حج په هر مومن مسلمان چی بالغ عاقل وی نوکه ښځه اوماشومان ولری دهغوی نفقه اوکه ښځه اوماشومان ونه لری یواځی دومره پیسی چی دتلواوراتلو اوهلته دقربانی داخیستلو اوځینونورو مصارفو لپاره په پوره اندازه پیسی ولری په ټول عمر کی یوازی یوځل فرض دی اوس چی دټولی نړی پنځمه برخه مسلمانانو نیولی ده نو دا امکان هم په کمیدو دی چی ټول مسلمانان دی دحج دمراسمو د اداکولو لپاره راشی نوځکه دعربستان حکومت دهرهیواد دنفوسو په پرتله دهغه هیواد وګړی دحج مراسمو د ادا کولولپاره ورغواړی په هغه کی زمونږ دهیواد سهم شاوخوا دیرش زره کسان دی خوڅرنګه چی مونږ شاهدان یو هرکال زرګونه کسان پاتی کیږی اوکعبی شریفی ته دتلو چانس ورته نه ملاویږی بیانو ناامیده بیرته دکورونوپه لور روان شی داچی کال وروسته به څه پیښیږی مری به ټولی کړی پیسی به یی له لاسه ځی اویابه بل کوم مشکل ورته پیداکیږی خدای خبر. مګر سوداګر دولتی چارواکی اودملی شورایوشمیر غړی اوځینی نورکسان بیا هرکال یاهم کال وروسته اویا په ټول ژوند کی څو ځله ځی.


 


ستاسو په تګ دچا خوا نه بدیږی ځکه کعبی ته په تګ موله الله سره مینه زیاتیږی مګر دلته باید یوتوازن موجود وی ملی شورا دهیواد دوګړو په پرتله یوفیصد هم نه جوړوی نوبیاڅنګه دولس زرګونه کسان پاتی کیږی اودملی شورا نه هغه څوک چی غواړی ځی دولس په پرتله ددولتی چارواکو شمیر ډیر لږ دی نوبیا ولی اکثر دولتی چارواکی هلته تللی دی آن دلوګر ترامنیتی چارواکو خبر رسیدلی ده که سوداګر هم پرتله کړو نودملی شورا په څیر یوفیصد هم نه جوړوی مګر که اوس پوښتنه وکړی نویوزیات شمیر سوداګر مو هلته تللی دی اوس که دلته پچه اچونه وی نو ولی ددوی چانس دومره ډیر شو آیا همدومره بختور دی چی په زرګونو نور کسان پاتی کیږی اودوی ځی نودلته بیا دواسطی پیسو اوقدرت شکونه پیداکیږی که یاد کسان په دی طریقو حج ته ځی نولری ده چی ددوی حج دی قبول شی ولی چی په دی شیانو پاک خدای نه راځی کیږی او داکسان له همدی طریقو په استفاده کعبی ته ځی اوهلته مغفرت غوادړی.                                



 له بلی خوا دهغو بیوزله خلکو حق ضایع کوی چی په ډیری خواری یی پیسی پیداکړی یوه یوه روپی یی ټوله کړی په بازار کی یی یوګیلاس دمیوی اوبه نه دی څښلی داولاد په نفقه کی یی تروسه کوښښ کړی په دی تمه چی کعبی شریفی ته ولاړ شی مګر کله چی کابل ته راشی نوبیا دکال لپاره پاتی شی اودتللو چانس یی سوداګر دملی شورا غړی اویا هم دولتی چارواکی یوسی اوس ددی تضمین څوک کولای شی چی نوموړی شخص به تر کاله پوری ژوندی وی اونه به مری اوس څوک ددی ضمانت کوی چی نوموړی سره به پیسی ترکاله پوری بیا پاتی شی اویابه بل کوم مشکل ورته نه پیښیږی اومخه به یی نه نیسی سواګر دملی شوراغړی اوکه دولتی چارواکی. 



 


لیکونکی: خوانی همت


 


 



About the author

160