په دی خو ټول پوهیږو چی انسانان په ژوند کی یوبل ته ضرورت پیدا کوی او یوازی هغه الله دی چی کامل دی او هیڅ یو شی ته هم ضرورت نه لری او بل داچی انسانان په طبعی لحاظ هم خوښ لری له خلکو سره راشه درشه ولری خلک وپیژنی او دی هم خلکو ته ورو پیژندل شی دخپل محیط څخه خبر وی او داسی ژوند وکړی چی دټولنی ټول وګړی یی وپیژنی او خلکو ته منلی هم وی نو چی داسی ده دلته بیا دملګرو او دوستانو ضرورت پیداکږی او اړینه ده چی زه دی یو ملګری ولرم تر څو له یوازیتوب او هغه دچا خبره له ګوشه نیشینی څخه خوندی واوسم او بل داچی دنورو انسانانو په څیر زه هم یو آرام ټولنیز ژوند ولرم او دخپل زړه او پټی خبری ورته دزړه آرامښت لپاره ورسوم.
اوس ددی لپاره باید یو مناسب شخص ولټول شی تر څو ټولی هغه ځانګړتیاوی ولری چی اړینی بلل کیږی او داښکاره کړی چی هغه زمونږ ملګری کیدای شی دا شخص څوک دی ؟ څوګ کولای شی زمونږ هغه ټولی غوښتنی ومنی او ښه راغلاست ورته ووایی دابه یو داسی څوک وی چی کولای شو یوازی په یوه جمله کی سره راټول کړو داسلام دستر پیغمبر محمد یو یار او دتره زوی او زوم حضرت علی فرمایلی دی ؛داسی ریښتینی ملګری او دوستان غوره کړی چی په ښه ورځ مو مجلس پری ښایسته وی او په سخته ورځ مو ملاتړ شی ؛ اوس تاسی فکر وکړی آیا همدا یوه جمله دیو ښه ملګری دغوره کولو لپاره کافی نه ده ؟
آیاټولی هغه ځانګړتیاوی چی یوښه ملګری یی ولری نه دی نغښتی؟ بلی همداسی ده زه فکر کوم دا هغه یوازنی لاره ده چی مونږ دیوی ښی ټاکنی لوته بیایی او په دی مو بریالی کوی چی دژوند تر پایه بر یالی واوسو ملګری نه بلل کیږی چی یوازی په ښه ورځ مو ملګری وی او کله چی سخته راشی بیا ملګری له منڅه ولاړه شی او هر څه ختم شی بیانو نه ملګری وی او نه ملاتړ.
یوه بله خبره هم دلته شته چی باید ورته پام وشی تر څو له یوی ستری تیروتنی نه خلاص شو هغه داچی ځینی وخت داسی هم پیښه شی چی دیو ملګری یوه نیمګړتیا ددی سبب شی چی هغه ملګرتیا له منځه ولاړه شی زمونږ یو استاد دده دی یاد پخیر وی هغه ویل چی ؛دملګری په نیمګړتیاوو مه خپه کیږی کنه بی ملګری به پاتی شی ؛ چی دا په رښتیا هم یوه داسی مسله ده چی ډیره پاملرنه ورته وشی او ټول خلګ پدی کی ډیره پاملرنه وکړی تر څوداسی ملګری غوره کړی چی هم هغه ټولی ځانګړتیاوی پکی موجودی وی او هم یی دځینو نیمګړتیاوو ځینی تیرشو.