د علم فضیلت

Posted on at


 

علم یوه داسی تیره توره ده چی خپل خاوند له هر قسم ظالم نه په امان کی ساتی ، علم یو پاک او پر برکتښایسته نوم دی چی کم خلک ورڅخه برخمند دی علم چی جمعهیی علوم دی او هغه څوک چی د علم زدکړه کوی هغه ته متعلم او هغه څوک چی له دی لوی نعمت نه برخمند وی عالم بلل کیږی. خو په دی تولو علومو کی بهتره او غوره علماسلامی علم دی چی د هغه زدکړه پر هر مسلمان فرض دی چی د کومپه وسیله انسان له تیارونه روښنایی ته او له جهالت نه هوشیارتیا ته او له ظلم نه عدل ته را لار پیدا کوی. علم أو علماء د لوړ فضیلت خاوندان دیچی ځنی  یی په دنیا او ځنی  یی پهآخرت کی د علم خاوندانو ته ور پهبرخه کیږی.

 

 

اول به د علم او علماءو فضیلت په دنیا کی بیان کړو.

. -علم بهتره دی له مال څخه.علم ستا ساتنه کوی أو مال به ته ساتی، علم حاکم او مال محکوم دی. 

عالم د الله په نیز بهتره دی د روژه دار مجاهد څخه.

علم د سترکو لپاره نور او د بدن لپاره قوت دی.

د علماءو مثال د ستورو په شان دی او عالم او متعلم په اجر کی سره برابر دی. 

خلک علم ته دیر ضرورت لری د خوراک په پرتله :هغه هم داسی چی یو انسان په یوه شپه او ورځ کښی  دوه او یا دری ځل خوراک ته ضرورت لری اما علم ته هره لحظه ضرورت لری. 

علماء بادارن، قائدان أو د ستنو مناری دی

رسول الله صلى الله عليه وسلم وایی چی د عالم فضیلت پر عابد داسی دی لکه زما چی ستاسو پر ادنی دی.

 

په دنیا کی غوره او بهترین خلک چی باید ورسره مینه او محبت أو مجلس وشی هغه د علم خاوندان دی.تول خلک مړه دی مگر د علم خاوندان ژوندی دی.

علم د خپل خاوند مرتبه او مقام اوچتوی د خلکو له خوا څخه د هغوی احترام او ادب کیږی او په نیک نوم ورته

خطاب کیړی.

اوس به راشو د علم أو علماءو فضیلت په آخرت کی

د علم خاوندان  کوم چی پر خپل علم یی عمل کړی وی هغه الله ته تر نورو انسانانو نږدی او محبوب وی. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایی چی د عالم د ټولی شپی خوب بهتره دی د عابد د ټولی شپی له عبادت څخه. 

علم یوه ډیره شه صدقه جاریه ده کوم چی انسان ته د هغه د مرک نه وروسته هغه ته کته رسوی او هغه هم داسی چی خپله یی زده کړی أو عمل پری وکړی أو بیا یی نورو ته وروښایی. عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمایی مونږ به پر یو آیت شریف عمل کاوه او بیا مو هغه آیت شریف یاده وه.  

د حساب او کتاب په ورځ به د علماو د قلمونو د رنک پرتله به د شیهیدانو له وینو سره وشی خو بیا به هم د علماءو د قلمونو رنک دروند شی. 

علم د دنیا او آخرت د کټی لپاره ښه توښه ده د علی کرم الله وجه وینا ده (من أراد الدنيا فعليه بالعلم، ومن أراد الآخرة فعليه بالعلم، و من أرادهما معا فعليه بالعلم) يعني که څوک غواړی چی دنیا لاسته راوړی نو هغه دی علم وکړی أو که څوک غواړی چی د آخرت کټه لاسته راوړی نو هغه دی علم وکړی، أو که څوک دواړه غواړی نو هغه دی علم وکړی. 

 

 

 

الله تعالى دی مونږ او  تاسو ته علم نافع په نصیب کړی کوم چی د دنیا او آخرت کامیابی ده. امییییییین. 

 

 

لیکونکی :محمد هارون حازم 

 

 

.

 

 

 



About the author

160