او زه د زره زر مډال ګټونکی شوم

Posted on at

This post is also available in:

یو شمیر ډير ملګری می٬ زما نه وغوښتل ترڅو چی د لویی لاسته راوړنی په اړه می مقاله ولیکم. دغه لویه لاسته راوړنه می د پاکستان ۲۰۱۳ کال کراتی کیوکیشن اتلو سیالیو زره زر مډال دی. په دغه مقاله کی به می تاسو ته د رزمی ورزش او اتلو سیالیو په اړه خبری وکړم.  

زما ورزش کیوکیشن کای کان کراته ده. دغه ورزش د نړی یو خطرناکه ورزشو نه دی. په کیوکیشین کی په ټول ځان باندی سیالی کیږی. دا په دی مانا دی چی په سیالیو کی د دستکش٬ د سینی او لینګۍ محافظ او هیڅ ساتنی شی نه کار اخیستلی نشی. د دغه ورزش قانون او مقررات یی ډیر سخت ګیره دی٬ ځکه چی یو سیالی کونکی نشی کولی نمره ونیسی او یا هم سیالی وګټی ترڅو چی د هغو مقابله سیالی کونکی د درد احساس ونکړی. دغه یوه دري دقیقه یی سیالی ده. که په لومړۍ پړاو کی٬ نمری برابره اوسی٬ دوهم پړاو د دوه دقیقو لپاره برګزاره کیږی. که دوهم پړاو هم برابره پای ته ورسیږی٬ درېم پړاو پیل کیږی. که بیا هم نمری برابره شی او هیڅ کوم تصمیم ونیول نشی٬ په دا مانا دی چی دواړه سیالۍ کونکی برابره دی. په دغه حالت کی داوران د سیالۍ کونکو وزن پر اساس باندی تصمیم نیسی. هغه سیالۍ کونکی به یی وګټی چی کم وزن ولری.

دغه سیالۍ د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۸ او ۲۹ کی د پاکستان هریپور کی برګزاره شوی. د پروګرام په پیل کی ډیر هنری پروګرامونه اجرا شول او یو شمیر ډيرو سندرغاړو سندري وکړلی. وروسته د پروګرام نه٬ وړوکی سیالی پیل شولی او په ۲۸ تاریخ باندی یی سیالۍ کونکی سیالۍ یی پیل کړلی. 

د دیسامبر په ۲۹ کی٬ د قضاوت ورځ زما د فعالیتونو په اړه وو. زه د منفی ۶۰ وزن کی راغللم. ۵۰ تر ۷۰ وزنی برخی د حرفه ای سیالیو لپاره وی. اوس زما وار د سیالی لپاره وو. ما په خپل ځان باندی می باور درلودلو. لومړی سیالی کونکی ته می ماته ورکړله.

څلور وار سیالۍ می درلودلی او دریو ته می ماته ورکړله. د سیالي آخری وار کی لږ عصاب خرابه وم٬ ځکه چی دغه سیالۍ کونکی د ښو د ښو په مقابل کی وو. په آخری سیالی کی٬ درۍ وار مو سیالی وکړلی او تر هغه وخته هم سیالی یوشان وی٬ اوس د وزن پر اساس باندی یی تصمیم نیولو. په تصادفی توکه زموږ وزن هم یوشان وو٫ داوران وارخطا شول٬ وروسته د پاکستان کراتی سازمان مشر قاضیانو ته یی پیشنهاد ورکړلو چی هغوی ته یو بل وخت ورکړل شی٬ یو بل قاضی یوه دقیقه سیالۍ یی پیل کړله او د سیالی  کونکو قوت٬ فن او حملی پر اساس باندی تصمیم ونیول شی. وروسته د یوی دقیقی نه د تصمیم نیولو وخت راورسیدلو. ټولو داورانو زما په ګټه یی رای راکړله او ما سیالۍ وګټله. 

کله چی د سیالی میدان را راکښته شوم٫ ټولو زما د بری تشویق کولو لپاره یی پیل وکړلو. زما مربی ریاض خان شاهین ډیر خوشاله وو. د مجلس انعامونو وېشل کی٬ د پاکستان کراتی سازمان مشر محمد اعظم د زره زر مډال یی راکړلو. دغه زما د ژوند خوشاله ورځ وه.  

اوس زما هیله د نړیواله اتلانو مقام لاسته راوړل دی او د خدای په رحمت باندی جرمنی ته د یوی سیالۍ لپاره روان یم. 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160