د ټولنیزو مدیا، مسلکی لیکوالان، فلم جوړونکی او د اقتصادی چارو کارپوهان

Posted on at


په نړی کی مختلف برداشتونه موجود دی، هر هیواد ځان ته برداشت لری. ځینی یی د (آی. پی) او (ډومین) له مخی پیژنی، او ځینی نور یی هم د فکری پراختیا او محدودیت له مخی پیژنی.


 زه بیا ځانته یو ځانګړی لست د هغو کسانو په نړی کی لرم چی هره ورځ ورسره کتنی لرم. دوی هغه کسان دی چی ما ته د ښه ژوندانه اداره را ښیی. ځینی یی د نټوورک په برخه کی، ځینی یی د مارکټنګ او ځینی نور یی هم د مدیریت په څانګو کی بوخت دی. هره ډله ځانته خپل خاص مخاطبین لری، فلم انکس له دوی څخه، هر یو په خپله څانګه کښی په کار ګمارلی دی.


-ایرین ګولفدان: د فلم جوړوونکو مسوول دی.


-ټایلر ټریمبس: د لیکوالانو او څیړونکو مسوول دی.


-مایک سوینی: د کمپنی د پیرودونکو مسوول دی.


-رویا محبوب: د افغانستان، منځنی او سهیلی اسیا د ټولو څانګو مشره ده.



 ښی او مستقیمی اړیکی له لیکوالانو او فلم جوړوونکو سره د پرمختګ لاری دی. هر لیکوال او فلم جوړوونکی په (فلم انکس) کښی باید په دی باور وی چی ښه مقاله او فلم د دوی، د ودی لامل ګرځی. ځینی په فلم جوړولو کی وړتیا لری ځینی په لیکوالی کی او ځنی هم په ټولنیزو مدیا کی لاسرسی لری. هر یو باید په هغه برخه کی چی وړتیا لری وګمارل شی تر څو هم ځان او خپل هیواد ته او هم نورو نړیوالو ته ګټور وی.


  موږ باید چی په هره برخه کی یو تکړه او کارپوه لیډر ولرو، او که په، هره برخه کی څو ناتوانه کارپوهان ولرو، هیڅ کله به پرمختګ ونکړو. راتلونکی ته باید تیاری ولرو، ځکه چی اوس ۲۰۰۰۰ تنه زدکونکی په افغانستان کی لرو او سبا به په اسیا کښی ۲۰۰۰۰۰ تنه زدکوونکی ولرو.


 فلم انکس په راتلونکی کی خپلو همکارانو ته اسکالرشیپونه او نوی وظیفی تیاروی، لکه (انکس پرس) چی یی څو موده مخکی جوړ کړ.



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160